کابل چاپ ګڼ ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ولسي جرګې له خوا د یوولسو وزیرانو د استیضاح او هم د سلما د بند په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
ملي باور:
ملي باور ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی ولس د ولسي جرګې چارې څاري!
د سرمقالې لیکوال لیکي، له یو کال راهیسې د هغه وزیرانو په اړه په ولسي جرګه کې خبرې کيږي، چې خپله کلنۍ انکشافي بودیجه یې له پنځوس سلنه کمه مصرف کړې .
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې د دغو وزیرانو استیضاح په اړه وکیلان وروستۍ پریکړې ته نه دي رسېدلي.
د سرمقالې د لیکوال په اند د وکیلانو ترمنځ د وزیرانو د استیضاح په اړه بحث په داسې حال کې پیلیږي، چې د مالیې وزارت له خوا د۱۳۹۰ کال انکشافي بودیجې په اړه ولسي جرګې ته معلومات ورکړي.
د سرمقالې د لیکوال په باور داسې اوازې خپریږي، چې وکیلان په خپل منځ کې د وزیرانو د استیضاح په اړه سوداګرۍ پیل کړې.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکه ورځپاڼه هم په همدې اړه په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې، چې ایا د ولسي استازې به په دې اړه څه پریکړه کوي.
لیکوال په سرمقاله کې لیکي څلور استیضاح شوي وزیران د تریبیون ترشا و درېدل او داسې اسناد یې وړاندې کړل، چې ګواکې ۵۰ سلنه کلنۍ انکشافي بودیجې یې مصرف کړې ده.
د لیکوال د معلوماتو له مخې دغو وزیرانو د مالیې وزارت تورن کړ، چې په یو مناسب وخت کې د ولسي جرګې اقتصادي کمیسیون د بودیجې له څرنګوالي نه خبر کړ.
د سرمقالې د لیکوال په اند بالاخره د مالیې وزیر به هم ثابته کړي، چې هغه بې ګناه دی.
د سرمقالې لیکوال پوښتنه کوي چې اخر څوک مقصر دی؟
محور:
محور خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلی په هرات کې د سلما بند د ویجاړولو دسیسه په کوټه کې جوړه شوې وه.
ورځپاڼه د ملي امنیت د ریاست د ویاند مرستیال له خولې لیکلي له پلان سره سم ۱۳۰۰ کیلو ګرامره چاودېدونکي مواد د پښتون زرغون ولسوالۍ په ده کشک سیمه کې ځای پرځای شوی و.
د مطلب د لیکوال په اند دغه بند، چې د هند له خوا جوړیږي ایران او پاکستان یې د ځانو په زیان بولي.
لیکوال وړاندې لیکي، اوس د دې وخت راسېدلی چې دولت له خلکو او خلک له خپلو امنیتي ځواکونونه ملاتړ وکړي او هغه ستونزې او پلانونونه چې د سلما بند بند پر وړاندې یې ګاونډیان جوړه وي له منځه یوسي.
ملي باور :
ملي باور ورځپاڼې په یوجلا مطلب کې لیکلي، د ولسي جرګې غړو داسې اسناد وړاندې کړل چې ایران نه غواړي په هرات کې د سلما بند جوړ شي.
د لیکوال په اند هغه افغانان چې د پردیو په اشاره غواړي د سلما بند له منځه یوسي پردیو ته وفادارۍ ژمنه تازه کوي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې د یو مطلب په پای کې لیکي، ورځ تر بلې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا زیاتيږي او وړم کال په پرتله یې تیر کال د دوښمن زیاتې دسیسي شنډې کړي دي.