کور / تازه خبرونه / کندهار : د کډوالو له پاره د ښارګوټي د جوړېدو خبر ورکړل سو

کندهار : د کډوالو له پاره د ښارګوټي د جوړېدو خبر ورکړل سو

دکندهارولايت دکډوالوچارو رئيس محمد عظيم نوابي نن په يومطبوعاتي کنفرانس کي وويل چي دکډوالو لپاره ښارګوټي جوړوي.
دغه کنفرانس چي دکندهاولايت مقام درسنيوداړيکو او معالومات په مرکز کي جوړ سوى وو پکښي ښاغلۍ نوابي دخپلو لاسته راوړونو او راتلونکو پلانونوپه اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل. نوموړي وويل چي دوى په کندهار کي دمېشتو کډوالو له پاره ښارګوټى جوړوي چي دا خبره ئې دښار او کور جوړولو له وزارت سره هم شريکه کړې چي په وينا يې ډېر ژر به دغه ښارګوټى جوړسي.
نوموړي وويل چي دامهال ددوي په رياست کي (١٤٠٠) کډوالي کورنۍ ثبت دي چي ټولو ته به په ياد ښارګوټۍ کي يوه،يوه نمره مځکه ورکړي څو د کډوالو پرتې ستونزي حل سي او همدارنګه دنورو کلونو په شان به را روان کال هم د کندهار دولايت اداره د UNHCR په مرسته په کندهارکي دمېشتو کډوالو کورنيو سره غذايي او نوري مرستي وکړي.
د ښاغلۍ نوابي په وينا همدارنګه په پام کي لري چي د دامان ولسوالي دکمپ په شان په پنجوايي ولسوالي کي هم دهغو کډوالولپاره يوکمپ جوړ کړي کوم چي دپاکستان هيواد څخه افغانستان ته نوي راستنيږي څو ورته ته لازمي مرستي ورسيږي.
دده په خبره چي د ٢٠١٢ ميلادي کال راهيسي په سلګونه افغان کډوال دپاکستان هيواد څخه افغانستان ته راغلي دي چي دامهال په کندهارولايت کي مېشت دي چي دهغوله جملې څخه (٨٠٠) کورنۍ د کندهارولايت او پاته نور يې د هيواد دنورو ولايتونو اوسېدونکي ول او د UNHCR په همکاري خپلو ولايتونو ته استول سوي او دکندهاري کډوالو سره لازمي مرستي سوي دي.
ښاغلي نوابي همداراز ديولړستونزو يادونه هم وکړه او وي ويل چي مرکزي اداره ورسره همکاري نه کوي او همداراز يې تردې مهال بودجه هم نده ورکړې چي يادي ستونزي ددوى دکارونو او فعاليتونو په وړاندي خنډ ګرځېدلي دي.

د يادوني وړ ده چي ياد رياست او ولايت مقام څو څو واره مرکزي اداره په دې تورنه کړې چي د دوى سره د مور او ميرې چلند کوي او همدا ډول تر دې مخکي هم د کندهار د پخواني ښاروال مرحوم غلام حيدر حميدي چي د يوه ځانوژونکي بريد په پايله کي ووژل سو په نامه د يوه ښارګوټي د جوړېدو خبر ورکړل سو خو تر اوسه بيا چا سر هم نه په ورګرزاوه .