د (ماښام ستوري) د دوو ملګرو عظمت کټوازي او داد محمد ناوک ګډ کار دى، په دې کتاب کې چې د پکتيکا (٧٠)تنه ليکوال او شاعران پکې پېژندل شو ي دي. د استاد حبيب الله رفيع له لنډ يادښت، د استاد لعل پاچا ازمون او د راټولوونکو له خپلو ليکنو پرته په (٢٠٨) مخونو کې خپره شوې ده.
دغه تذکره په (١٠٠٠)ټوکه کې په مسلم چاپ خونه کې چاپ شوې ده.چې د چاپ ټول لګښت يې د پکتيکا ځوان فرهنګپال شميم خان کټوازي په غاړ اخېستى دى.
ټولو ته دې مبارک وي.