کور / هراړخیز / هېوادپه انتقاد نه جوړیږي

هېوادپه انتقاد نه جوړیږي

د پسرلي موسم و،هوا ډېره عاشقانه وه،د نوروز دوهمه ورځ،د ملګرو سره په چکر د غرو په لمنو کښي د لاله،غاټول او نوروز غرنیو ګلانو د ښایست او د پسرلني جنتي هوا څخه مو په داسي حال کښي خوند او لذت اخستی چي د غرو لمنې د افغاني، په خاصه توګه د کندهاري ځوانانو د شتون،میلو او تفریح شاهیداني وې.

په دې ښایسته او ګل ورین موسم کښي د هر انسان د روحیاتو او احساساتو د ورایه څرګندیده چي د وطن د طبعي ښکلا،غرو او رغوڅخه من من غوښه اخلي.کله چي د خپلو درنو ملګرو سره د والیبال د لوبي ورسته خپل د کورو په لور ستانه سو،نو په خاصه تلوسه او په ډیراحترام مو د خپل کورد ښځینه مسؤلینو څخه موغوښتنه وکړه چي موږ ته د معمول په څېرقهوه لرونکي چای عرضه کړي چي موږ یې هره د جمعې ورځ د لوبو او ستړیا وروسته د یوه ګران ملګري سره د هغه په کورکښي د احسان د پیټي څخه پرته هاضمي سیسټم ته سپارو.

پاته دي نه وي،! چي زما د خوږو ملګرو په منځ کښي د لوړو زده کړو فاریغان،مجرب ژورنالیستان،ملي تجاران او نیمه ډاکتران حضور درلود.خو په زړه پوري خبره ماته دا وه چي زموږ بحث د معمول په څېرنه بلکي دا ځل یې خپل مسیر تغیرکړی ؤ،او یوه ډیره توده موضوع تر بحث لاندي نیول سوې وه.

د بحث په جریان کښي یو ملګری عرض کوي یاره نن د پسرلي هوا او د نوروز دوهمه ورځ ډیره په زړه پوري وه!دا د باران شایسته څاڅکي او پر مځکه د باران د څاڅکو کوبی او دا د کندهار تاریخي ښار! یاره خپل احساس نسم قابو کولای.الله دي زموږ ګران وطن همیش داسي رنګین او د خوشحالیو څخه برخمن ولري!او خدای مو دي په اتفاق او یووالي کښي ولري او خدای مودي د وطن د جوړولو او د وطن سره د میني احساس ډیر را قوي کړي!چي ټولو ملګروپه یوه اواز سره د امین امین په ویلود موافقت سرونه ښورول.د مجلس په جریان کښي یوه ملګري د بحث د تودوالي او هغه د کندهاریانو په اصطلاح د (کج بحثۍ) په پلمه یې وویل یاره که دا نن د ښاغلی کرزی صاحب د خپلي خولې سره احتیاط وکړي شاید نور هم د افغانستان او په خاصه توګه د کندهار وضعه او حالات لا ښه تر سي.او نور به هم زموږ او ستاسو وطن پرمخ تګ کړی وای.

چي د دې خبري د اوریدلو سره سم یوه ملګري د کوټې د بل انګړ څخه پر ور ږغ کړه،یاره!د ابادۍ او خرابۍ سره د کرزي صاحب څه کار دی؟او په نوموړې موضوع کښي کرزي صاحب ته ولي د ګرم او نا ګرم ګوته نیول کیږي؟د دې پر ځای چي سوال کونکي ته خپله هغه مخاطب کس جواب ووایي،سم دستي یوه بل ملګري جواب ورکړی.یاره!په ابادي او بربادي کښي موږ ټول ګډ مسؤلیت لرو او په خاصه توګه د ولس مشر ونډه تر ټولو اړینه ده.

په ریشتیا هم د یوه هېواد او یا یوې ټولني په پر مخ تګ او ابادۍ کښي هر فرد د ټولني خپل مسؤلیت او مکلفیت لري.

خو تر ټولو مهم او غوښن رول د هغه هېواد د مشرتابه او د حکومت دی.زما په اند افغانستان همدا اوس د یو امتحاني او ډیر حساس حالت څخه د تیریدو په حال کښي دی،او موږ و تاسو د تیرو څو لسیزو راهیسي د همداسي مراحیلو د تیریدو شاهدان یو.خدای خبرچي څه وخت به دا بیچاره او غریب ولس د امتحاني مراحیلو څخه بریالي اود کامیابی ساحل ته ځانونه ورسوي؟ د مترقي او مدني هیوادونو ولسونه او حکومتونه خپل مسؤلیتونه او مکلفیتونه ډیرپه ښه ډول پیژني، او د حکومت او عام ولس خپله تګ لاره معلومه ده، د هېواد د ځوانانو ونډه په سیاسي،فرهنګي،او ټولنیزو مسایلو کښي ډیره مهمه او اړینه بلل کیږي ترڅود خپل نظام او حکومت سره شته ستونزي او کړاونه په ګډه هڅه او هاند هواري او د حل لاري چاري ورته ولټوي.

له بده مرغه زموږد څو لسیزو کړاونه او ستونزي او که برملا ووایو د ګاونډیو او سیمه ایزو هیوادونو ښکاره او مغرضانه لاسوهنو او سیاسي اهدافو اوس زموږ ځوانان او عام ذهنیت داسي جوړکړی دی چي خلګ او په خاصه توګه ځوانان یوازي پر حکومت او ادارو نیوکي او اعتراضونه کوي،او په لوی لاس د لیریوالي او بې اتفاقی هڅه او کوشش کوي،د دې پر ځای چي د یوالي او اتفاق کوشش او هڅه وکړي.زه یقین لرم چي که موږد ګران هیواد پرمخ تګ،سوکالي،امنیت او ولسواکي غواړو نو اړینه ده چي موږ هم یوه سلسله ډیر مهم مسؤلیتونه او کړاونه پر خپل ځان ومنو.

وروسته موږ د دې ادعا کولای سو چي په ګران هیواد کښي، او په خاصه توګه په کندهارکښي د ابادۍ او خرابۍ ارزونه وکړای سو.ایا موږ هغسي عوام یو لکه په پاکستان،ایران، هندوستان،اذادو ریاستونو،عرب امارات او داسي نورو هیوادونو کښي؟او که زموږحکومتونه د یادوحکومتونو په شان دي؟موږکه له یوې خوا د حکومت پرکړنو نیوکي کو،له بلي خوا په لوی لاس ځان د حکومتي سړیو او کړیوڅخه په فاصله کښي نیسو.ایا د هیواد په پرمخ تګ کښي یوازی زموږ ادارې مسؤلیت لري؟ که موږد ښه امنیت غوښتونکي یو اړینه ده چي خپل بچیان د پولیسو او ملي اردوپه لیکو کښي شامل کړو.ایا همدا اوس موږ ته د کندهاریانو ونډه او سهم د ملي ځواک په لیکو کښي معلوم دی؟خو که د انتقاد او ګوت نیوني موقع مساعده سي،نو په صراحت وایم چي د کندهاریانوونډه به خورا ډیره وي.که د کندهارپه اداره کښي د فساد خبره یاده سي،نو ایا دا پوښتنه هم د خپل وجدان څخه کولای سو چي موږبه په لږ معاش او ستونزمنه دنده کار ته زړه ښه کړو؟

هغه د یو شاعرخبره را یاد سوه ،څیراغ چي دهرچا په لاس کښي وي مهم ندی،مهم اصلآ د څیراغ رڼا ده.همدا زموږ او ستاسو ګران بیه رایي وې چي همداسي حکومت یې راته ډالۍ کړی چي مختلفي ستونزي او مشکلات لري.اوس هم دا رسالت او مهم مسؤلیت د همدې ولسونو دی په خاصه توګه د ځوانانوچي میدان ته راسي اوخپل تاریخي مسؤلیت اداکړي.د ګاونډیانو یې د خرابیدو هیله ولرئ، د ابادولو هیڅ وخت نه.

حکومت او عام ولس لازم او ملزوم دي،که په ریشتیا د وطن سره مینه کو باید وینه هم ورکړو.تاسو وګورئ د نورو هیوادونو په حکومت او عوامو کښي څنګه د وطن پرستۍ او مسؤلیت احساس قوي تر دی.زه په هیڅ ډول د حکومتي منفي کړنو او کردارونو څخه دفاع نه کوم،خو دومره ویل یې حتمي بولم چي د یوې ادارې مشر او د یوه هیواد ولس مشرچي کله خپل عوام ته د دریځ پر سر په سلګو سلګو ژاړي د دې مانا څه کیدای سي؟ایا یو ولس مشردخپل ملت سره په چم او خم ژاړي؟ایا دا خبره به ریشتیا نه وي چي زموږ زړونه اوس د سحرا د کاڼو په څېر دي او د هیڅ ژړا او سوز د اوریدو قابلیت یې خنثې سوی دی؟زما هیڅ وخت نه هیریږي کله چي افغان ولس مشرد ټوکیو په اول کانفرانس کښي د نړی د ډیرو هیوادونو خاصه پاملرنه افغانستان غوندي غریب او فقیر هیواد ته راواړول،او زما په فکر همدې کانفرانس د افغان ولس مشر جهاني محبوبیت خورا ډیر کړ،ځکه افغان ولس مشر نړیوالوته په د همدې کانفرانس د لاري د افغان ولس ستونزي،کړاونه،د ښځو حقوق،بشري حقوق،زورواکي،بې سوادي،ګاونډی لاس وهني،او د تروریزم خلاف جګړه و نړیوالوته پېغام کړه او د همدې کانفرانس او ځینو نورو ځانګړتیاو له مخي افغان ولس مشر د نړیوالوپه زړونو کښي یو محبوب او زړه سواند ولس مشرو پیژندل سو.

افغان ولس مشرد نورو هیوادونو د ولس ومشرانو په څېرندی،هغه واقعآ ډیر زړه سواند او د لوړ انساني عواطفو خاوند دی.

په نړی کښي ځیني ولس مشران ډیربې زړه سویه او د عوامو په درد نه پوهیدونکي وي،چي یو ښه مثال یې د سوریې ولس مشر بشر،د عراق پخوانی ولس مشر صدام حسین،د لیبیا پخوانی ولس مشر قزافي،مبارک او داسي نور…

او که لږ څه د افغانستان زاړه تاریخ ته ځېر سو نو د ورایه به راته څرګنده سي چي څنګه وراره اکا،اکا وراره،زوی پلار،پلار زوی،ورور بل ورور د قدرت او واک په خاطرله پښوغورځول او حتې په ځینومواریدوکښي به یې وژل.

ترڅوبه په همدا غفلت سرټمبه ګی کښي اوسو؟راځئ چي یو ځل د انساني تقدس او انساني خلقت په سپېڅلې مانا سره وپوهیږوچي انسان اشرف المخلقات دی.

او دا خواره او نالوستې ټولنه زموږ څخه کار او زحمت غواړي،نه بې ځایه انتقادونه او نیوکي.که یې زه کوم هم عبث که یې ته کوې هم عبث.هو انتقاد کول یوه ډیموکراټیکه لاره او چاره ده ده،د مشکلاتو د حل دپاره،خو انتقاد او ګوت نیونه باید یوه قوي نسخه هم د ځان سره ولري.

په پای کښي دا ویل اړین بولم چي نه د ولس مشر د سیمي،نه یې په قوم او نه مي تر اوسه په افغاني ادارو کښي دندې ترسره کړي دي.یوازي د یو افغان په صفت مي خپل د زړه درد او احساس تر تاسو قدرمنو پوري ورسوئ او قضاوت یې ستاسو دنده بولم.