کور / تازه خبرونه / دسياسي ګوندونو مشرانو د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړی دی

دسياسي ګوندونو مشرانو د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړی دی

 

دکرمى ايجنسۍ دپرله پسى تاوتريخوالى اوناوړه امنيتي حالت پرخلاف سياسى او خيرښيګنى دچارومخکښانو او ښاريانو د ډوډۍ نه خوړلو په اعتصاب لاس پورى کړيدى  دکرمى ايجنسۍ په مرکزى ښار پاړاچنار کښې دپيپلز او عوامى نيشنل ګوندونو مشرانو دلوږى په اعتصاب لاس پورى کړى او احتجاجى کمپ ئي لګولى دى پدى احتجاجى کمپ کښې دخير ښيګڼى دچارو مخکښانو او ښاريانو فعال ګډون کړيدى دپيپلز ګوند سيمه ايز لارښود حامد حسين طورى پدى مهال وويل چې دکرمى ايجنسۍ پرله پسى ناوړه او ګډوډ حالت اوروان تاوتريخوالى ديو خطرناک سازش برخه ده چې دهغى مقصد په مرکزکښې دپيپلزګوند او په سرحد کښې دANP د حکومت  بدنامول دي هغوى ټولو په ګډه سره ددواړو ډلو له مشرانو اودهېواد دلومړى وزير سيديوسف رضاګيلانى څخه په خورا ژور درناوى غوښتنه کړيده چې دکرمى ايجنسۍ دروان تاوتريخوالى دختمولو اوډاډمن امنيت دټينګښت لپاره چټک او سملاسى اقدامات وکړى.