کور / تازه خبرونه / په پېښور کې پربرېښناکوټ بريدکې ٧ کسان وژل شوي

په پېښور کې پربرېښناکوټ بريدکې ٧ کسان وژل شوي

پيښور : دپېښور پوليس وايي تيره شپه د بډه بيرې په شيخ محمدو کې د برېښنا پر یوه بريښناکوټ ناڅرگندو کسانو بريد کړې چې له امله يې اوه كسان وژل شوي او څلور نور تري تم دي. له دې پېښې وروسته د بريښنا کارکوونکو كار بنديز او احتجاج اعلان كړی دی.د بډه بيرې تاڼې محرر عبدالبصير وويل ، ټول اوه كسان وژل شويدي او څلور نور بې دركه دي، داسې ګومان کېږي چې هغوی به وسله والو له ځان سره بوتلي وي بلخوا د پوليس ځانګړې څانګې (سپيشل برانچ) يو چارواکي وويل: ((په شيخ محمدو کې ګڼو وسلوالو تېره شپه ناوخته لومړی د راكټو برید کړي او بيا وروسته د برېښنا کوټ په كنټرول روم کې چاودني هم وشوي او وسلوالو بريښنا کوټ ته اور ورته کړ او یو د واپډا يوچارواکى او يو پوليس یې هم ووژل. سهار د شيخ محمدو په پټو کې د دوو پوليسو او دري واپډا چارواکو مړي وموندل شول او دوژل شويو شميره ۷تنو ته ورسيدله.))د واپډ کارکوونکو په دې پېښه غبرګون ښودلی او نن يې په ټول خېبرپښتونخوا کې كاربنديز او احتجاج اعلان كړی دی. د واپډا د اتحادیې وياند علي ګوهر وويل: ((په بيګانۍ پېښه د واپډا ملازیمینو ډير خپګان او غوسه ښودلې چې كوم بريد شوې . دا په رښتیا هم ظلم دی. د واپډا اهلكارو كار يواځې د بجلۍ نظام چلول دي ،موږ د دې په كلكه غندنه كوو، زموږ مركزي چېرمين ګوهر تاج په ټوله خیبر پښتونخوا کې كار بنديز اعلان كړی دی. نن به د پيښور پريس كلب مخي ته احتجاج كوو. کومې ډلې لا ددې بريد پړه نه ده منلې