کور / سپورټي / کرکيټ: افغانستان پايلوبي ته ووتئ

کرکيټ: افغانستان پايلوبي ته ووتئ

د کرکيټ د آسيايي شورا په روان ټورنمنټ کي افغانستان نن له هنکانګ هيواد څخه په اووه ويکيټه نيمه پايلوبه وګټله.
افغانستان کپتان پچه وګټله او هنکانګ لوبډلي ته يې د بيټينګ بلنه ورکړه.
د هنکانګ ټيم په ١٩ اوورونو کي ١٠٩ منډي وکړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.
د افغانستان له خوا حمزه هوتک درې، سميع الله شينواري دوه، افتاب عالم يو اومحمدنبي هم يو لوبغاړى وسوځاوه.
د افغانستان د بيټينګ پيل ډېر تېز وو چي کريم صادق پر ١٤ او فضل رحمان پر ٢٣ منډو باندي يو په بل پسې وسوځېدل.
د نن ورځي په لوبه کي نجيب الله ځدراڼ ٣٧ منډي وکړې او تر پايه ودرېدئ.
افغانستان د هنکانګ د ١٠٩ منډو په مقابل کي ١١٢ منډي وکړې او د آسيا د کرکيټ شورا د روان کپ پايلوبي ته يې ځان ورساوه.
افغانستان تر دې دمخه درې واره پرله پسې د دې جام اتلولي خپله کړې ده.