د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست له لوري له ۵۷۵ تنو څخه د ښوونکو د بستونو لپاره ازموینه واخیسته، چې د ازموینې له ګډونوالو څخه ۵۸ تنه ښځې او پاتې نور ۵۱۷ تنه نارینه وو.
په دغه ازموینه کې ۲۴ تنه لسانس، ۱۷۵ تنه څوارلسم پاسان شامل ول. د میدان وردګو ولایت د پوهنې د رئیس ښاغلي فضل الرحمان طارق په وینا نوموړې ازموینه د هغو ۶۰۰ اجیرو ښونکو پر ځای واخیستل شوه چې بالمقطع قرارداد لري او اوس هم په ښوونځیو کې تدریس کوي او وروسته له دې به نوموړي ۶۰۰ اجیر ښوونکو پر ځای د تشکیل مطابق رسمي ښوونکي تدریس وکړي.