په کندهارولايت کي يوځل بيا تروخت تېر درمل او خوارکي توکي ديوځانګړۍ پېل سوى کمپاين پرمهال د درمل داتحادې او دعامي روغتيا درياست له خوا وسوځول سول. ياد درمل او توکي چي (٣٢) ټنه ول د دامان اولسوالي په ساحه کي د درملو داتحادې او دعامي روغتيا رياست دهيئت په وړاندي وسوځول سول.
ديادو تروخت تيرو توکو له جملي څخه (٣) ټنه تروخت تېر خوراکي توکي دعامي روغتيادرياست او (٢٩) ټنه تروخت تېراو بې کيفيته درمل د درملو داتحادې له خوا دښار دبېلابيلو دوکانونو او درملتونو څخه راټول سوۍ ول چي ديادو اورګانو له خوا له منځه يوړل سول.
دبې کيفيته درملواو خوارکي توکو په وړاندي دکمپاين پرمهال دعامي روغتيارئيس عبدالقيوم پخلا وويل چي دتيرمياشت راهيسي په سلګونه تروخت تېردرمل او خوراکي توکي يې ټول کړي او سوځولي دي چي په دې برخه کي بياهم خپلو هڅو او کمپاينونوته دوام ورکوي. نوموړي په خپلو خبروکي وويل چي تروخت تېراو بي کيفيته درمل او خوراکي توکي دبيلابيلو ناروغۍ يو زيږونکي دي چي بايد ښاريان ورته په جدي توګه پاملرنه وکړي او ديادو توکوداستعمال څخه ډډه وکړي څو دناروغۍ يو څخه ژغورل سوي وي.
ښاغلي پخلا همداراز دښاردټولو ترملتونو او دوکاندارانو څخه وغوښته څو دبې کفيته او تروخت تېرو درملو او خوراکي توکو دپلورلو څخه ډډه وکړي او په دې برخه کي د عامي روغتيا درياست سره همکاري وکړي.