کور / کتاب / ((زه یم تږی ته اوبه یې)) چاپ شو

((زه یم تږی ته اوبه یې)) چاپ شو

(زه یم تږی ته اوبه یې) د افغانستان د نامتو شاعر، لیکوال او ژورنالست ښاغلي علم ګل سحر د شعرونو د نوې ټولګې نوم دی چې په دې وروستیو کې په ښکلې قطع او صحافت په ۳۲۱ مخونو کې د زرو ټوکو په شمیر د مصور بنسټ له خوا په مومند خپرندویه ټولنه کې چاپ شوی دی.

((زه یم تږی ته اوبه یې)) شعري ټولګه د ښاغلي علم ګل سحر د پخوانیو چاپ شویو کتابونو او ناچاپو شعرونو او نویو شعرونو ټولګه ده چې لیکوالې او شاعرې پاکیزې آرزو تدوین کړې ده. آغلې آرزو پخپله سریزه کې لیکي:( دا چې اوسنۍ نړۍ د کمپوټراو انټرنیټ نړۍ ده چې هرڅه پکې لوستل کېږي او خوندي پاتې کېږي. لا اوس هم په نړۍ کې د کتاب د مطالعې دود له منځه نه دی تللی او زموږ دهېواد غوندې په وروسته پاتي هېوادونو کې چې نه د کمپیوټر او نه د انټرنيټ پکې پرېماني وي. د کتابونو چاپ ته ډېر ضرورت وي. نوهوډ مې وکړ چې د سحرصیب څلور سره شعري ټولګې چې چاپ یې خراب او حجم یې هم ډېر کم و د یوې مجموعې په توګه چاپ شي. لکه د شعرونو د محتوا غوندې بڼه یې هم ښکلې وي او خوندې هم پاتې شي… دا دی سحرصیب زړه او نوې شاعري په یوه مجموعه کې د سحرصیب د مینه والو مخ ته ږدم. هیله ده د افغانستان شاعري په هنري زېرمه کې د دغې هنري پنځونې زیاتونه ګټوره او تل پاتې شي.)

کتاب تکړه لیکوال او شاعر محمد داوود تپاند په ډیره ښکلې بڼه ډیزاین کړی دی او په خپلو هنرمندو ګوتو یې ښکلې پښتۍ ورته جوړه کړې ده. د ((زه یم تږی ته اوبه یې)) په شعري ټولګه د سریزو پر ځای د سحر په شاعري د افغان لیکوالو او شاعرانو لنډ نظرونه را اخیستل شوي دي چې په لنډه توګه یې د ښاغلي علم ګل سحر شاعري او ادبي هلې ځلې ارزولې دي.

د کتاب تړون داسې شوی دی:((ډالۍ هغو ته چې وخت ته ارزښت ورکوي او د ژوند له وړو شیبو ګټه اخلي))

دیادولو وړ ده چې تر دې دمخه د ښاغلي سحر ۱۷ کتابونه چاپ شوي دي. چې د لنډو کیسو مجموعه، ناول، د ماشومانو لپاره د کیسو او شعرونو کتابونه او د فولکلو او تاریخ په برخه کې دي.

د پښتو ادب د لا زیاتې غوړیدا په هیله.