کور / هراړخیز / روحاني مرض يوناني علاج

روحاني مرض يوناني علاج

ليکنه: محمد عمار فيضان
ژباړه: انوار الدين نور

مرحوم حسن عسکري يوځاي ليکي چي ديونان فيلسوفان په بشپړ ډول دروح د حقيقت څخه خبر نه ول نو له دې امله به يې روح او نفس چنداني نه سره بېلول يعني يو شي به يې بلل اوله دي وجي د ٧٠م ميلادي پيړۍ په پاي کي غرب په کامل ډول دغه فرق هېر کړ او داسي حالت ته ورسېدل چي عقل، روح او نفس به يوپه بل کي سره ځني ګډېدل.
مطلب د اچي دتيرو دري سوو کلنو راهيسي غرب پرنفس دروح ګمان کوي . ددي فکر سره يوځاي غرب معاصرنړيوال ژوندترتيب کړ او نوي علمونه يا پوهي يې کشف کړې چي په هغو کښي يو هم عصري ساينس (ميډيکل ساينس) وو چي خورا د ډېر ارزښت درلودونکي دي. ددي پوهي يا علم د کشف لپاره غرب دذهن پر سطحه ډول-ډول تغيرات راوستل او دټولو هغه شيانو دمنلو څخه يې انکار وکړ چي وجود يې ددوي د پوهي او معيارونو سره سم په تجربې سره ثابت نه شو. دبيلګي په ډول د الله ج ذات، وحي، نبوت، اسماني کتابونه، دخير او شر اندازه او يا هر هغه شي چي تعلق يې له ايمان او يقين سره وو،هغه ټول يې رد کړل.
ددي پايله داشوه چي غرب مجبورشو چي دهري برخي لپاره ځانګړي علوم اختراع کړي نو په نړي کښي دانقلاب په کچه ساينسي پرمختګ رامنځ ته شو. دي ساينسي فکر دانسانانو په اړه هم معلومات ارايه کړل او دايې ومنل چي کيداي شي په انسان کښي روح دکومي انرژي په بڼه موجود وي او دکومه ځآيه څخه چي هغه لارښونه يا هدايت اخلي هغه دماغ دئ چي په دماغ کښي بيا دغسي ځانګړي مواد شتون لري چي دهغو په صحيح ساتلو سره دانسان بدن په اعتدال کښي پاته کيداي شي او په نړي کښي خپل دخوښي عدل قايمولاي شي. دغه علم ته په اوس وخت کښي د سايکالوجي يا روان شناسي علم ويل کيږي. ددعلم محترم پوهان په دې عقيده دي چي په په انساني مغزو کښي ځيني مواد شتون لري چي دانسان طبيعت له هغو دوجي څخه خرابيږي او په پايله کښي يې انسان دبېلابيلو ناروغيو او ستونزو ښکار کيږي. دبيلګي په ډول ضد، حسد، کينه، کرکه، قار (قهر) يا عصباني کېدل، مايوسي، بيره، دکمتري احساس او دې ته ورته نور احساسات. ددوي سره ددغو امراضو مختلف ډول تداوي شته چي په لومړي سر کښي په دغه تکاليفو اخته کسانو ته عصبي درمل ورکول کيږي او ددوي دماغونه دهغو په وسيله ارام ساتل کيږي او وروسته دمريض دتکليف تاريخچه (هسټري)اخستل کيږي او نور مراحل يې تر سره کيږي چي هغو ته سايکوتهراپي او داسي نوري پروسې ويل کيږي.
ددي ټول بيان وروسته ځيني پوښتني پيدا کيږي چي ايا په ريشتيا سره ددغو ټولو مسايلو تعلق دانسان ددماغ سره دي او يا يې کوم بل حقيقت شته؟ کله چي تاريخ ته ګورو موږ ته معلوميږي چي ددغسي ستونزو وجود په هروخت کښي ووخو ددي سره سره داه هم راته واضح کيږي چي دهغو دحل لپاره کوم ځآنګړي علم نه وو ترتيب شوي. داچي ولي ددغسي مسايلو لپاره ځانګړي علم وجود نه درلودي علت يې داووچي په ټول انساني او اسلامي تاريخ کښي دغسي مسايل دانساني دماغ سره نه تړل کيدل بلکه وهغو ته روحاني مسايل ويل کيدل او علاج يې هم په هغه پخوانيوموجودو دوديزو او يا مذهبي (ديني) طريقو سره تر سره کيدي خو دلته به د دوديز علاجونو پر ځاي به مذهبي او ديني باندي بحث وکړو. حضور پاک صل الله عليه وسلم فرمايې چي کله ډير عصباني شي يا مواعصاب خراب شي نو اودس وکړي، که ولاړ ياست کښيني، اوبه وڅښي او ياه هم لاحول ولاقوت وواياست په دي سره به مو شيطان وتيښتي.

ددي حکمت څخه دا معلوميږي چي غصه يا قهر يو اتشي کيفيت دي او اوبه يې ارامه ولاي شي يعني داوبو په نفس باندي د شيطان نفس قابو کيداي شي او انسان نورمال حالت ته راګرځي. اوس په دي حالت کښي کومه کيمايې عمليه نه شوه ترسره او نه هم دکومو کيماوي موادو په وسيله ددي ناروغي تداوي وشوه. ددي تر څنګ يوه بله ډيره مهمه مسله چي د روانشناسان يې په تداوي بوخت وي هغه نزدي په هرچا کي تر سترګو کيږي هغه بيره ده. دغه بيره په بيل بيل ډول په مريضانو کي پيدا کيږي او دهغه دژوند خوشحالي تر سيوري لاندي راوالي. ددي تکليف علتونه کيداي شي بيل وي، دبيلګي په ډول ځيني خلګ طبعي دکمزورو اعصابو خاوندان وي چي يوازي ددغسي خبرو په اوريدلو سره لاهم بيريږي .

١٤٠٠ کاله کيږي چي مسلمانانو دنړي ټول علوم داسلام په چوکاټ کي اچولي او ددين او مذهب په رڼا کښي استفاده ځيني کوي يعني علوم يې ددين او مذهب چوکاټ ته اچولي دي نه داچي دين او مذهب يې دنړي دعصري علومو په چوکاټ کي تنظيم کړيدي مګر غرب ددغو عصري علومو پر اساس الله ج ددي نړي څخه دباندي وشميري (نعوذباﷲ) او همدا وجه ده چي غرب نن روان شناس يا سايکوتهراپيسټ ته ضرورت لري. دغه ښاغلي روان شناسان داسلامي تمدونونو په دور او يا هم په اسلامي رواياتوکښي ولي نه شول پيدا؟ علت يې دادي چي غرب ديوازيتوب ټولنه جوړه کړيده چي پکښي کورني هيڅ معنن نه لري، هر څوک يوازي ژوندکوي او هيڅوک نلري چي خپلي ستونزي ورسره شريکي کړي او نه يې هم څوک داوريدلو علاقه لري او ددي لپاره په لکونو روپي مصرفوي تر څو دنفسياتو يا روانشناسي يو پوه يا متخصص پيداکړي او خپل غمونه ورسره شريک کوي هغه يې هم ديو مسلکي کس په توګه فقط اوري ځکه چي هغه دمريض کس سره کومه عاطفي يا کورني اړيکه نلري. له همدي وجي کله کله اورو چي په نړي کښي دغو متخصيصونو ځآن وژني ترسره کړيدي. په اسلامي ټولنه کښي يو کس يوازي نه وي او کورني هر غړي يې په غم او خوښي کښي ورسره شريک وي. اولادونه خپلي ټولي ستونزي دخپل مور او پلار سره شريکوي، خاوند او ښځه يو دبل غم شريکه او همکاره وي خوتر دي ټولو لوړ ددي مسلمان کس رابط يا اړيکه له خپل الله ج سره وي چي هغه يې پرته دکوم فيس څخه ټولي خبري اوري، انسان يې په وړاندي ژاړي او خپلي ټولي چاري او ناخوالي ورسره شريکوي چي دهغه په پايله کښي انسان په ټول ژوند کي د اطمينان او سکون احساس کوي. دايوازي په اسلام کي نه بلکه په عيسايت کښي هم دغسي وه يعني تر کوم وخت پوري چي عيسايت په غرب کښي موجود وو تر هغه وخت پوري هلته د نفسياتو ماهرين نه پيدا کيدل دا ځکه چي دعيسايت په هغه ضعيفه حالته کښي هم ددوي سره د Confess معني اقرار کولو طريقه موجوده وه چي او س يې هم په دوي کي نښي ليدل کيږي، ددي طريقي په وسيله دوي پادري ته دخپلو کړو ګناهونو اقرارکوي او هغه يې تر يو ديواله شاته اوري او دهغه کس شکل لا هم نه ويني..

که چيري يو مسلمان زوي يا مسلمانه لور دخپلو ستونزو ذکر ديو روحاني يا رواني معالج يا ډاکټر ومخ ته کوي نودا ددي نښه ده چي زموږ کورني نظام دله منځه تللو په حالت کي دي .ولي کله چي دغه معالج يا ډاکټر صاحب ته مراجعه کيږي نو هغه موږ دخپلو والدينو څخه بيلوي او په يوازي ډول زموږ ستونزي اوري او دغه دوامداره راتګ ددي سبب کيږي چي هغه معالج موږ ته زموږ دستونزو د حقيقي خيرخواه په توګه معرفي کيږي نه داچي خپل مور او پلار!!!!!

په يو مسلمانه ټولنه کښي بايد دغه نفسياتي يا رواني ستونزي هيڅ رامنځ ته نه شي او که چير بيا هم رامنځ ته شي بايد غم يې داسلام د مبين دين او دنبوي طريقو په رڼا کښي وخوړل شي نه داچي دخپلو روحاني ستونزو لپاره غربي کړنلاري غوره کړو.

د نبي ع او دهغه داصحابو دتداوي په موخه مديني ته يو طبيب راغلي وو خو دمياشتو تيرولو وروسته په دي خاطر ولاړي چي دلته ټول خلگ د نبي ع دسنتو پر طريقه ژوند کوي او ټولنه يې تر ډير روغه او صحتمنده ده او ډاکټرانو ته محتاجه نده.

نو که چيري اوس هم اسلامي ټولنه او پکي ميشت مسلمانان خپل ژوند په سپيڅلي اسلامي طريقه وکړ ي او دورته پيښو سره دمخامخ کيدلو په وخت کي دهغو دحل اصلي او صحيح خواو ته مراجعه وکړي نو په يې ژوند تر ډيره حده له روحي پلوه سالم وي.