کور / تازه خبرونه / دماليې وزیر په بېړنۍ توګه ولسي جرګې ته استيضاح سوی دی

دماليې وزیر په بېړنۍ توګه ولسي جرګې ته استيضاح سوی دی

دمالیې وزیر ښاغلی زاخیلوال چي ،نن دولسي جرګي دغړولخواه دوزیرانوداستیضاح غونډی ته رابلل شوی وو ، حاضرنشو اووکیلانودهغه دغه عمل بي پروایې وبلله او هغه یې سبا دحمل دمیاشتي په ۱۳ نیټه په بیړني ډ‌ول سره داستیضاح غونډۍ ته راوغوښتی.
دولسي جرګي رئیس عبدالرؤف ابراهیمي وویل، چي عمر زاخیلوال ته یې دنني غونډی دګډون په هکله رسمي مکتوب لیږلي وو .خوهغه دبی پروایې په خطر غونډې ته را نغلي اوخپل مرستیال یې غونډي ته رالیږلي دی . وروسته دولسي جرګي رئیس وویل چي زاخیلوال پرلاره دی اووروسته به پارلمان ته راشي.ددي خبر په اوریدو سره وکیلان دهغه دبی پروایې له امله په خښم شول اووزیر مالیه یې سباته داستیضاح لپاره راوغوښتي.وکیلانونن دسوداګری،اقتصاد، دکانونواوصنایعواوداطلاعاتواوکلتوروزیران داستیضاح لپاره غونډې ته را غوښتي وو.
په غونډه کي دولسي جرګي غړي شکریه بارکزي وزیرانو ته اشاره وکړه ،اوویې ویل چي پروسږوکال هم همدغه وزیران دپرمختیایې بودیجي دلږ مصرفولوپه خاطردولسي جرګي غونډی ته را بلل شوي وو، خو اوس بیا دغه سلسله بیرته همغسې روانه ده، اووزیرانوخپله پرمختیایې بودیجه په سلوکي تر پنځسو کمه لګولي ده .
هغي وویل چي پروسږکال دکانونو دوزارت څخه دوزیر شهراني دخودخواهی له کبله ډیر مسلکي کسان ددي وزارت څخه دکارو پریښيدو ته مجبوره شول.
داقتصادوزیرعبدالهادی ارغندیوال وایی چي دي وزارت ته دبودیجي دمصرف ټوله پانګه نه ده ورکړل شوی ،هغه وویل چي ما ددي وزارت د بودیجي په هکله په سلوکي ۶۷ ٪سلنه بودیجه لګولی ده .
دکانونو وزیر وحید الله شهراني بیا واېی چي دوی ته د ( ۶۱،۳)میلیونوډالرو څخه یواځې( ۳۲،۸) میلیونه ډالر رسیدلي دي او دهغي جملي څخه یي۲۸،۵ میلیونه ډالر لګولي دي . هغه وایې چي خپله پرمختیايی بودیجه یې تر پنځوسو زیاته لګولي ده ،خودوزارت مالیه په راپورکي دکانونووزارت دبودیجي دلګولوکچه په سلوکی تر پنځو سو کمه ښودل شویده .
دسوداګری وزیرانورالحق احدی غونډي ته وویل چي هغه خپله پرمختیایې بودیجه په خپل وزارت کي په ۱۳۹۱ کال کی په سلوکي ۶۸٪سلنه لګولي ده،ولي دمالیه وزارت هغه کمه ښودلي ده.
داطلاعاتواوکلتوروزیرمخدوم رهین وکیلانو ته وویل ،چي هغه غواړي څوورځې وروسته غزني ته ولاړشي او دهغه ولایت دچاروڅخه نږدي کتنه وکړی.هغه وایې چي دبودیجي دنه لګولود۵۰٪ سلنه څخه کم علت هم دادی،چي دغزنی ولایت محلي چارواکي دغزني دجشن دلمانځني لپاره کمي پیسي لري.
دنني غونډي په پایله کي وکیلانوپریکړه وکړه، چي دمالیه وزیر دي سباغونډي ته داستحضاح په ډول حاضر شي ځکه هغه دخپلي بی پروایې له کبله د بلني سره سره دولسي جرګي په نني غونډه کي ګډون ونکړی.