افغان کرېکټ لوبډلې په نیپال کې د اسيا د کرېکټ سياليو په څلورمه شل اووريزه سيالۍ کې کوېټ ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه .د کوېټ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره افغانستان د دغوسياليو نيمه پای لوبې ته ووت، چې سيال يې دا ځل د هانګ کانګ لوبډله ده. افغان کرکیټ لوبډلي مخکي دبحرین دکرکیت لوبډلي ته هم ما ته ور کړی وه.
په نيپال کې دآسیا دکریکټ شورا د شل اوریزوسیالیوهدف د ۲۰۱۴کال د نړیوالواتلولیولپاره دغوراوي پړاو ته رسېدل تر افغانستان کویټ ته ډېره مهمه وه.
افغان لوبډله د یو ورځنیو لوبو د دریځ په لرلو وار دمخه هلته ځای لري خو کویټ که نیمه پایلوبو ته او یا پایلوبې ته رسېدلی وای نو د غوراوي پړاو کې به یې ځای موندلی وای.
افغانستان به د سه شنبې په ورځ(د اپريل په دویمه له هانګ کانګ سره نیمه پایلوبه کوي.په دویمه نیمه پایلوبه کې به کوربه هيواد نیپال له متحدو عربو اماراتو سره مخامخ وي.
دغه څلورسره لوبډلې د اسیا له لویې وچې د شل اوریزو نړیوالواتلولیود غوراوي پړاو ته رسېدلي چې په روان کال کې به په اماراتو کې ترسره کېږي.