د هرات ولایت چارواکي وايي، سلګونه کيلوګرامه هغه چاودېدونکي توکي يې نيولي، چې دسلما بند دړنګولو په موخه دغه ولايت ته وروړل شوي وو.
دوی وايي چې دغه ١٣٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي نن سهار د ملي امنيت د کشفي عملياتو په لړ کې سلما بند ته نږدې د کشک په کلي کې نيول شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي چې دا ډول چاوېدونکي توکي دلومړي ځل لپاره په افغانستان کې نيول شوي او له لومړنيوڅېړنو معلومه شوه، چې له ډېر قوت څخه برخمن دي اودراوړلو موخه يې دسلما بندړنګول وو.دوی وايي چې دا توکي له يوه ګاونډي هېواده دغه ولايت ته راوړل شوي خودکوم هېوادنوم يې په ګوته نه کړ.
تېرکال د دغه بند پر ساتونکو په ګڼ شمېر بريدونو کې يې ١١ ساتونکي وژل شوي وو.پخوا هم یو شمېر خلکو شکایت کړی و چې؛ ځینې وسله وال د ګاونډیو هېوادونو په لمسون د سلما د بندد پروژې د پلي کېدو مخنیوي کوي او ناامنۍ ورته پیدا کوي.
سلما بند د هرات شمال ختيځ ته په ۱۶۰ کيلومترۍ د چشت شريف ولسوالۍ کې پرهريرود سيند جوړېږي، اته کاله مخکې د هندوستان په ١٥٠ميليونه ډالرو بلاعوضه مرسته باندې يې کارونه پيل شوي دي.ددغه بند له جوړېدو سره به ٧٠ زره هکتاره ځمکه خړوبه او هرات ښار ته به ٤٠ مېګاواټه برېښنا توليدکړي.