ګډو افغان ځواکونو د چاڼيزو عملياتو پرمهال د کندهار په غورک اولسوالي درې وسله والو طالبان له يو شمېر وسلو او مهماتو سره يو ځاى نيولي دي.
دغه درې تنه تېره ورځ د يادي سوي اولسوالۍ د ويشتان او ملمند په سيمو کي هغه مهال ونيول سول کله چي يې غوښتل په سيمه کي د امنيتي ځواکونو پر ضد فعاليت وکړي .
غورک د کندهار ښار شمالي خواته تر ټولو ليري پرته اولسوالي ده چي څه باندي دوه کلونه وړاندي د افغان دولت د تصفيوي عملياتو په نتيجه کي د دولت لاس ته ورغله.