د کندهار پوهنتون په نوښت او هڅو نن په کندهار ولايت کي د اوبو نړۍ واله ورځ ولمانځه سوه او خلکو ته د اوبو د ارزښت په باب هر اړخيز معلومات ورکول سول.
په همدې ارتباط نن د کندهار پوهنتون په د اخل کښي يو علمي سيمينار جوړ سوى و چي پکښي د پوهنتون د استادانو او محصلينو ترڅنګ کندهار والي، ولايتي شورا او د يو شمېر مربوطه ادارو رئيسانو هم برخه اخستې وه.
د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار انجينير تواب بالاکرزي د نن ورځي د علمي سيمينار په پيل کي برخوالو ته د اوبو د نړيوالي ورځي تاريخچه بيان کړه او ټولنه يې د اوبو ارزښت ته متوجه کړه.
نوموړي زياته کړه چي دغه ورځ د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د برازيل هيواد په غونډه کي په کال ١٩٩٢ کي ومنل سوه او پوره يو کال وروسته په نړيواله کچه ولمانځله سوه.
هغه يادونه وکړه چي له هغه راوروسته هر کال ددغه ورځي د لمانځني لپاره ځانګړى شعار موجود و او هر کال تر مشخص شعار لاندي دغه ورځه لمانځل سوې او د يوه کال لپاره د هماغي موضوع لپاره کار سوى دى.
ښاغلي بالاکرزي وويل چي په کندهار کي يې ددغه ورځي له لمانځني څخه هدف، د محصلينو ترڅنګ د ولسي خلکو د پوهاوي د سطحي زياتوالى دى او غواړي هغوى ته هم د اوبو د ارزښت په اړه نور معلومات هم په واک کي ورکړي.
نوموړي همداراز وويل چي دوى کوښښ کوي خو د عامه پوهاوي په برخه کي د ښځو پر ونډي او رول باندي زيات کار وکړي څو هغوى متوجه سي، ځکه په خبره يې چي ښځي تر ټولو زيات او تر ټولو وروستي د اوبو زياتي مصرفوونکي دي.
هغه زياته کړه چي د مځکي اوبه اوس هم هغومره دي څومره چي زرګونه کلونه پخوا وې خو د وينا پر اساس يې بشر ځکه د اوبو د کمښت سره مخامخيږي چي د نړۍ نفوس ورځ تر بلي د رْشد په حال کي دى او اوبو ته اړتيا مخ پر ډېرېدو ده.
د پوهنتون علمي مرستيال د ټولني له ټولو افرادو وغوښتل چي د اوبو په سمه او سالمه استفاده کي خورا زيات متوجه واوسي او تر ممکنه حده پوري يې د ضيا او بې ځايه استفادې مخه ونيسي.