دنړي دمالیه نړیوالي مؤسسي په ډاګه کړ ه،چي دقطرهیواددکورنیوناخالصوعوایدوکچه په(۲۰۱۲ کال کي (۱۰۶) زرو ډالرو ته رسیږي ،نوځکه قطرسږکال دنړۍ دشتمنوهیوادوپه ډله کي خپل ځان وساتي.دمګړۍدقطردشتمني دپانګوالني کچه( ۱۱۵ )میلیارده ډالرو ته رسیږي اوقطر دنړۍ ترټولوشتمنوهیوادوددولتي صندوق دذخیروپه درلودلوسره دنړۍ دشتمنو هیوادو په (۱۲ )ځای کي کرار لری.
په( ۲۰۱۰)کال کي دقطردکورنیوناخالصوعوایدوکچه د(۹۵۵، ۸۸ )زروډالروپه زیاتیدوسره قطردلمړۍ ځل لپاره دلوکزامبورګ هیوادشاته پریښوی اودنړۍ دشتمنوهیوادپه توګه یې په ۲۰۱۱ کال کي یې خپل ځان وژغوری.
دمالیه دغه نړیوالي مؤسسه چي دنړیوال بانک سره تړلي ده ،وایې چي دقطردکورنیو ناخالصوعوایدوکچه اود پلورنکوتوکودتوان اندازه په ۲۰۱۲ کال کی (۱۰۶)زره ډالرو ته رسیدلي وه ، په داسي حال کي چي دلوکزامبورګ،سنګاپوراوناروی هیوادونه دکورنیوناخالصو عوایدوکچه ،۸۰ ،۶۱، ۵۴زرو ډالرو ته رسیدلي وه. ددي مؤسسي دراپور له مخي په ۲۰۱۲کال کي دقطر دناخالصو عوایدوکچه (۱۸۲) میلیارده ډالرو ته رسیږي. چي دقطردناخالصوعوایدو ترټولولوړه کچه ښیي . دقطر په کورنیوناخالصوعوایدوکي دزیاتوالي علت په نړۍ کي د تیلودبیه او نرخ دلوړوالي سبب یاد شوی دي.
دقطرهیواددخلیج فارس هیوادونوپه ډله کي یوکوچني هیواددي چي ټوله نفوس یی ۱،۸ میلیونوتنو ته رسیږي.
دقطر دمرکزی بانک رئیس شیخ عبدالله بن سعود آل ثانی، تیره میاشت ویلي وه، چي دقطردکورنیوناخالصو عوایدوکچه (۱۹۱،۷۸) میلیارده ډالرو ته وغزیده. په داسي حال کي چي دخلیج فارس دنوروهیوادونودکورنیو ناخالصوعوایدوکچه دعربی اماراتو (۴۵،۷۸۱) اودکویټ هیواد( ۴۸،۱۰۸) ته رسیږي.
عمان د ۲۵ زرواو ۸۰۶ ډالرو په درلودلوسره دسعودی عربستان څخه مخکي دي اودسعودی عربستان دکورنیو ناخالصو عوایدوکچه په ۲۰۱۲ کال کي ( ۲۰۱۲ ،۲۲،۳۷۷، )میلیونو ډالروته رسیږی.
دبحرین هیواددکورنیوناخالصو عوایدوکچه (۲۰،۷۷۰) میلیونوډالرو ته رسیږی. ددي نړیوالي مؤسسی دپلټني له مخي کنګو د (۳۶۵ )ډالرو په درلودلو سره په افریقا کي تر ټولو غریب او کمزوری هیواد دی. اوقطر اوس دنړي دشتمنو هیوادو په ددوولسم (۱۲)ځای کي کرار لري.
په ۲۰۱۲ کال کي دنړي دپانګوالي دصندوق دساتلو ذخیره په سلو کي ( ۸ )سلنه زیاته شویده، چي ټول ټال (۵،۳) تریلیونوډالرو ته رسیږي. داسې اټکل کیږی چي په روان کال کي به دغه پانګه (۵،۶( تریلیونونو ډالرو ته ورسیږي.