دپښتوادب مینه والوته اوپه ځانکړې ډول دشعرمینه والوته زېری ورکوم چې ( دښاپېروله ښاره ) ، دنجیب عامر دشعرونوڅلورمه ټولګه نن پېښورکې له چاپه راووته .
عامرزماددریووبچوپلاردی ، دهغه شاعري په دې ټولګه کې بدله بدله ده ،له وطن اودپېښورله خوږې غیږې نه رابیل شو، په دې ټولګه کې هم دپېښورخواږه راټول شوي اوهم ددې ښارښکلاووځای نیولی ، پېښورکې ( دنیموشپوخبرې ) ټولګه له چاپه راووته، هغه وخت عامربه دورځې دازادۍ راډیو لپاره رپوټونه جوړول اوپه نیموشپو کې به یې دشعرپه ژبه ماسره خبرې کولې ، خودلته بیاداسې نه ده ټوله ورځ راډیو کې وي ، تر راډیو وروسته دژوندپه کارونوکې ماسره ملګرتیاکوي ، اوشاعري یې ټوله په هغه لاره کې کړې ، په کومې چې هرسهارپرې راډیوته ځي اومازیګربېرته کورته راځي .
( دښاپېر و له ښاره ) دوه انځورونه وړاندې کوي ، یوخودلته چې ګورې په هرپل کې دیوې ښکلې ښاپېرۍ سره مخامخ کېږې ، خوله بلې خوا انسان له تنهایۍ سره هم مخ وي ، چې په ځينوشعرونوکې عامردورځې له ستومانتیانه تښتېدلی ،په خیالي دنیاکې دپیریانواوښاپېروسره یې دمه کړې .
يوه خبره بایدوکړمه چې عامر ملنګ غوندې خوی لر داشاعري یې هرې خواته خوره وه ، موبایل ، کتابچه ، کمپیوټر ، چې ماپه خوارۍ سره پرې راټوله کړه اودتاسودتندې دماتیدولپاره چاپ ته ورکړه ، تاسوکولی شئ داکتاب په پېښور، ننګرهاراوکابل کې ددانش دکتابتون څخه ترلاسه کړئ.