کور / تازه خبرونه / دولسي جرګي پلاوي مني چي په کندهارکي دخلکو اوحکومت ترمنځ واټن شتون لری

دولسي جرګي پلاوي مني چي په کندهارکي دخلکو اوحکومت ترمنځ واټن شتون لری

کندهار ته دولسي جرګې تللى پلاوى وايي، چې په دغه ولايت کې دخلکواودولت ترمنځ واټن رامنځته شوى او دوى د دغه واټن د له منځه وړو هڅه کوي.
دولسي جرګې اته کسيز پلاوى د حاجي سخي مشواڼي په مشرۍ پرون دغه ولايت ته رسېدلي دي ، دوی له والي توريالي ويسا اونوروچارواکو سره يې ليدنې کتني پيل کړې دي.
د دغه پلاوي يوه غړي حميدزي لالي وایې ، چې له دغه سفر څخه يې موخه د دغه ولايت له ملکي او نظامي چارواکو سره ليدنې او د خلکو د ستونزو په اړه ورسره خبرې کول او د دغه ولايت له زندانونو ليدل دي.
هغه زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت د زندانونو په اړه شکايتونه ډېر شوي وو، بنديان له ستونزو شکايت کوي او وايي، چې شکنجه شوي هم دي.
لالي وويل، چې پلاوى يې پرون په کندهار ښار کې د ملي امنيت او له مرکزي زندانونو ليدنه وکړه.
د نوموړي په وينا، زندانيانو شکايت کاوه، چې د نيول کېدو پر مهال د پوليسو او ملي امنيت د منسوبينو له خوا سخت شکنجه او وهل شوي ډبول شوي دي.
په ولسي جرګه کې د کندهار دغه وکيل وويل، چې زندانيانو دغه راز د روغتيايي خدمتونو له نه شتون څخه هم شکايت کاوه.
حميدزي لالي زياته کړه، چې د کندهار مرکزي زندان د ٦٥٠ بنديانو لپاره جوړ شوى، خو اوس په کې دوه زره بنديان ساتل کېږي، چې دا په خپله لويه ستونزه ده.
دى وايي، چې د کندهار خلکو دوى ته نور شکايتونه هم کړي او د همدې ستونزو له امله په دغه ولايت کې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن پيدا شوى دى.
هغه زياته کړه: ((موږ د همدې لپاره راغلي يو، څو ستونزو ته د حل لاره پيدا او رامنځته شوى واټن له منځه يوسو.))
د لالي په وينا، نن به د خلکو او زندانيانو ستونزې له والي توريالي ويسا او يو شمېر رييسانو سره مطرح او دغه راز دا ستونزې به له مرکزي چارواکو سره هم شريکې کړي.
بلخوا دکندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا لراوبرته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسي جرګې له ځينو کمېسيونونو جوړ پلاوى پرون کندهار ته ورغلى او د يو شمېر ستونزو د هوارۍ لپاره به د دغه ولايت له چارواکو سره په ګډه کار وکړي.
سرچينې زياته کړې، دغه پلاوى چې د کونړ وکيل سخي مشواڼى يې مشري کوي، په کې د کندهار د درېيو استازو ترڅنګ د کابل، فراه، بدخشان او کوڼر ولايتونو استازي هم شامل دي چې دلته به د عدلي او قضايي، حکومتوالۍ، له زورواکانو د ځمکو د خلاصون او په ټوله کې د دولت د کارونو بهير وڅاري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد پلاوي له ورتګ سره سم، د کندهار له والي او يو شمېر نورو رييسانو سره وکتل او هغوى ته يې د خپل سفر موخې او اهداف بيان کړل.
کندهار ته د ورغلي پلاوي مشر سخي مشواڼي وويل، چې دوى د ولسي جرګې د ځينو کمېسيونونو د غونډو د پرېکړو پر اساس راغلي او غواړي دلته له نږدې د دولتي ادارې کارونه وڅاري او تر يوه بريده د خلکو هغو دوسيو او مشکلاتو ته چې تر دوى پورې رسېدلي د حل لاره ومومي.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ولسي جرګې پلاوي ته هرکلى ووايه او زياته يې کړه، چې دا د اصلاحاتو او سمون لپاره تر ټولو اصلي او غوره لاره ده.
نوموړي زياته کړه، چې ولايتي اداره يې په ټولو برخو کې د صلاحيتونو په چوکاټ کې همکاره ده او وکيلان کولاى شي، هر څومره چې غواړي له اداراتو او د هغوى له کارونو ليدنه وکړي.