په وردګو ولايت کې د پولیسو روزنیز مرکز ټولې چارې له بهرنیو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
د وردګو ولايت دسیداباد ولسوالۍ په دشتې ټوپ سیمه کې د پولیسو یاد
رونیز مرکز چې تر دې دمه په کې شپږ زره پنځه سوه یو نوي (۶۵۹۱) ملي پولیس
په بېلابېلو برخو کې زدکړې ترلاسه کړې د مګړۍ هم په کې دوه زره څلور سوه
تنه د ملي پولیسو په زدکړو بوخت دي .
یاد رونیز مرکز ته د اکمالاتو د رسونې او د پولیسو د روزنې چارې تر دې مهال د افغان، امریکا فرانسې،چک، رومانیه او پرتګال هېوادونو پر غاړه وې،چې نن ( شنبه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې ولايت امنیه قوماندانۍ ته وسپارل شوې او د یاد هېوادونو د بیراغونو په راښکته کولو سره
دافغانستان بیراغ په دغه مرکز کې او چت کړای شو.
په همدې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې د ميدان وردګو ولايت امنیه
قوماندان،دیاد تربیوي مرکز مشر،د اروپايي ټولنې استازو، د فرانسې سفیر،د
چک،فرانسې او امریکا هېوادونو نظامي قوماندانانو او یوشمیر نورو لوړ پوړو
چارواکو ګډون کړی وو.
د وردګو ولایت امنیه قومندان سردار محمدځاځي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل : ورځ تر بلې افغان امنيتي ځواکونه پیاوړي کیږي او دا وړتيا یې ترلاسه کړې،چې د امنیتي چارو ترځنګ د نورو پولیسو د روزنې چارې هم پرغاړه واخلي .
د فرانسې سفیر برنار باجوله وویل : که څه هم په یاد رونیز مرکز کې د دوی
لخوا د پولیسو دروزنې چارې بشپړې شوې، د رونې په برخه کې به بیاهم له
افغان روزونکو سره مرستې ته ادامه ورکوو .
د ميدان وردګو ولايت د پولیسو دیاد تربیوي مرکز مشر پوهنوال جلاالدین
رکبار وویل : په دغه رونیز مرکز کې په شپږو بېلابېلو برخو کې پولیسو ته
روزنه د بهرنیو او کورنیو استادانو لخوا ورکول کیده،چې له دې وزوسته به
دغه ټولې چارې افغان استادانو لخوا ورکول کیږي .
دا په داسې حال کې ده چې ځو ورځې وړاندې په دغه ولايت کې د ترکیې هېواد
له لورې هم د پولیسو د روزنې چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې