په ميدان وردګو ولايت کې د نږدې دولس نیم میليونه افغانيو په مالي لګښت د
اقتصاد ریاست د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه .
د ميدان وردګو ولايت د اقتصاد ریاست لپاره دغه ودانۍ چې د دې ولايت په مرکز کې
د شنبې په ورځ د بنسټ ډبره کېښودل شوه،د اقتصاد وزارت په دولس میلیونه څلورسوه
اوه ویشت زره اته سوه شپږشپیته (۱۲۴۲۷۸۶۶) افغانيو په مالي لګښت به یې دیوه
کاله په موده کې د رغاونې چارې بشپړې شي.
د اقتصاد ریاست دغه ودانې چې په دوه پوړونو کې جوړیږي او د نورو ضروري ملحقاتو
سربیره به دیارلس خونې ولري
د بنسټ ډبرې د کېښودلو په دغه مراسمو کې د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجيد خوږياڼي وویل : خوښ دې چې د دغه ولايت لپاره د منظور شويو پروژو عملي چارې پیل شوې او په ترڅ کې نن د اقتصاد ریاست لپاره د ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبره کیږدي.
هغه د دغه ودانۍ د جوړونکي عظمتي هاشمي ساختماني شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د دغه ودانۍ د جوړولو پرمهال له ډیر دقت څخه کار واخلي او د ودانۍ څخه د نظارت کمیټې چې مشري یې د اقتصاد رئیس کوي دنده وسپارله چې هره ورځ دیاد شرکت له کار څخه ليدنه وکړي.
د اقتصاد رئیس انجینر رحم الدین ” شفق ” وویل چې ددغه ودانۍ په جوړېدو سره به
يې د ریاست د ودانۍ نشتون ستونزه هواره شي .
د یادونې وړده چې په ميدان وردګو ولايت کې د اقتصاد ریاست سربیرې یو شمیر نورې
ادارې خپلې ودانۍ نلري چې په دغه برخه کې له یوشمیر ستونزو سره لاس او ګریوان دي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه