کندهار افغانستان-د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسي جرګې له مختلفو کمېسيونونو يو متشکل هيئت نن کندهار ولايت ته راغلى او دلته به څو ورځي په مختلفو برخو کي د ستونزو د حل لپاره کار وکړي.
دغه هيئت چي سخي مشواڼۍ يې مشري کوي پکښي د کندهار د دريو استازو ترڅنګ د کابل، فراه، بدخشان او کوڼر ولايتونو استازي هم شامل دي چي دلته به د عدلي او قضايي، حکومتدارۍ، او په عموم کي د دولت د کارونو بهير وڅاري.
د يادي سوي ډلي مشر سخي مشواڼي وويل چي دوى د ولسي جرګې د ځينو کمېسيونونو د غونډو د پرېکړو پر اساس راغلي او غواړي دلته له نژدې د دولتي ادارې کارونه وڅآري او تر يوه حده پوري د خلکو هغو دوسيو او مشکلاتو ته چي تر دوى پوري ور رسېدلي حل لاري ومومي.
د ولسي جرګې ياد سوى هيئت وروسته د کندهار محبس ته ولاړ او هلته يې له زيات شمېر زندانانيانو سره د هغوى پر دوسيو او د بند پر مودو خبري او بحثونه وکړل.
وکيلانو په کندهار زندان کي له رسنيو سر د خبرو پرمهال وويل چي دلته يې له بنديانو څخه بېلا بېل څه اورېدلي او له هغوى سره يې خبري کړي دي او هڅه به وکړي چي ليدلي ستونزي د اړوندو ارګانونو سره حل کړي.
_________________________________
د يادوني وړ ده چي څه موده وړاندي د يوناما له خوا راپور خپور سو چي په کندهار کي شخصي زندانونه سته او خلک پکښي د غېرِ قانوني لاري پکښي ساتل کېږي چي وروسته په پارلمان کي د دې ولايت استازي کندهار ته راغلل او د هغوى تر تګ وروسته د پل خشتي جامع جومات امام عنايت الله بليغ راغى او په هغه ورځ ئې شااو خوا ٢٤ بنديان ايله کړل او اوس بيا يو لوړ پوړى هيئت کندهار ته راغلى تر څو د ولايتي ادارې کارونه په خپله وګوري.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه