د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په ژړۍ کي ئې د نشيي توکو د له منځه وړلو له پاره د درو اوونۍ يو راهيسي کمپاين پيل کړى .
چارواکي وايي چي د دې کمپاين پر وخت ئې يوشمېر ماينونه چي د وسله والو له لوري ځاى پر ځاى سوي ول هم کشف کړي او له منځه وړي دي .
کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي دا کمپاين ئې له دې امله پيل کړى چي وسله وال د دې توکو څخه د خپلو اکمالاتو له پاره پيسې ټولوي او بيا خپل اکمالات په کوي او د هغوى له پاره يوه مالي سرچينه ده .
د يادوني وړ ده چي د حکومت د دې ماينونو د کشف او شنډ په اړه خپله وسله والو څه نه دي ويلي.