کور / تازه خبرونه / په بادغیس کي څلوروافغاني سرتیروته مرګ ژوبله واوښته

په بادغیس کي څلوروافغاني سرتیروته مرګ ژوبله واوښته

دبادغیس ولایت کي دسنګ آتش په ولسوالي کي دیوي چاودنې له امله دملي اردو یوسرتیری وژل سوی او دري نور ټپیان شوی دي.
دظفردقول اردو د۲۰۷ لمبر ویاندډگروال نجیب الله نجیبی رسنیو ته وویل ،چي چاودنه هغه وخت را منځ ته شوه ،چي دملي اردودسرتیرودګزمي موټردسړک دغاړي پریوه بم برابرشو. دچاودني په پایله کي دملي اردویوسرتیری وژل سوی او دري سرتیری ټپیان شویدي . ټپیان شوي سرتیري د ظفر د۲۰۷ لمبر روغتون ته لیږدول شوی دي.
وسله والوطالبانوددي پیښي پړه منلي ده.