کور / تازه خبرونه / دبهرنيوځواکونو په بمباردکي( ۱۶)ولسي وګړوته مرګ ژوبله واوښته

دبهرنيوځواکونو په بمباردکي( ۱۶)ولسي وګړوته مرګ ژوبله واوښته

نن غرمه د غزني ښار په سپندې سيمه کې پر ولسي وګړو هوايي بريد شوی، چې تر اوسه (۹) تنه ولسي وګړي وژل سوي او (۷) تنه ټپيان شوي دي.
د سيمې خلک وايي، چې داېتلافي ځواکونو چورلکو په سيمه کې بمبار پيل کړی اوولسي وګړي په نښه کوي.
په غزني کې دعامې روغتيا د ولايتي روغتون چارواکورسنیوته وويل، چې په ټپيانوکې دوې مېرمنې اويوماشوم هم شامل دي.د دغه روغتون يو چارواکی وايي، چې تر اوسه روغتون ته د پېښې له سيمې څخه اته تنه ولسي وګړي په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.
د غزني یواوسیدونکی چې ټپي کس يې روغتون ته راوړی دی ،یوي افغانې رسني ته یې وويل، چې په سيمه کې يې د ١٢ تنو ولسي وګړو مړي هم وليدل او دبريد مرګ ژوبله زياته ده.
دغزنی دسپندې سيمې يو بل اوسېدونکی وايي، چې همدا اوس هم پوځي چورلکې په سيمه کې بمباري کوي اوکېدای شي د مرګ ژوبلې شمېره لاپسې لوړه شي.
خودغزني امنيه قوماندان زړور زاهد بیا وايي، چې په دغه هوايي بريدکې پنځه لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. وسله والوطالبانو لراوبرته په یوه رالیږلی لیک کي دپيښي پړه منلي اووایې چي په بریدکي ددولت ۱۲ تنه سرتیري وژل سوي اودوه رنجیر موټرونه یې ویجاړشوی دي .هغوی وایي چي دملکي وګړو دتلفاتوشمیر ۱۲ تنو ته رسیږي اود ۸ تنوطالبانودوژلوترڅنګ دپنځه طالبودټپي کیدوتآئید یی هم کړی دي.