کور / تازه خبرونه / دکندهارولایت دملي امنیت دوه کارکونکي په یوه چاودنه کي ووژل شول

دکندهارولایت دملي امنیت دوه کارکونکي په یوه چاودنه کي ووژل شول

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې، د ملي امنيت دکارکوونکو په موټرکې دننه چاودنې له امله ، دملي امنيت دوه کارکوونکي ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل.
دغه چاودنه تېر مازديګر (د جمعې ورځ، دوري په نهمه) د دغې ولسوالۍ د باباولي صاحب له زيات څخه لوېديز لوري ته، دارغنداب د رود او صالحانو ويالي په منځ سيمه کې وشوه.
دغې سيمې ته هره جمعه زرګونه کسان د مېلې لپاره راځي او نن هم د چاودنې پر مهال، دغلته د مېله والو ګڼه ګوڼه زياته وه؛ خو په چاودنه کې نور چاته زيان نه دی رسېدلی.
د ارغنداب ولسوال شاه محمد احمدي وايي، چې چاودېدونکي توکي د ملي امنيت د کارکوونکو په موټر کې دننه ځاى پر ځاى شوي وو او پر ځمکه د چاودنې هېڅ نښه نه معلومېږي.
ولسوال وويل، چې په وژل شوو کسانو کې يو تن سوځېدلى او بل هم د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د ولسوال په وينا، په دوو تنو ټپيانوکې د شمس الله په نوم يو پخوانى طالب، چې دسولې له بهير سره يو ځاى شوى، هم شامل دى.
د ارغنداب امنيه قوماندان نيازمحمد مجاهد هم د پېښې پخلى کوي.خو د پېښې مسووليت تراوسه چا په غاړه نه دى اخېستى.