کور / تازه خبرونه / ملاله يوسفزۍ په ۳ ميليون ډالره کتاب ليکي

ملاله يوسفزۍ په ۳ ميليون ډالره کتاب ليکي

لندن: دبي بي سي د خۤبر له مخې د سوات له ملالې يوسفزۍ سره يوۀ خپرووندویه شرکت تړون کړى چې د “زۀ ملاله يم” په نامۀ خپل يادښتونه وليکي.دغه يادښتونه چې خپرندويه شرکت به يې د کتاب په بڼه چاپوي په بدل کې به ۳ ميليونه ډالر حق الزحمه ورکوي.١٥ کلنه سواتۍ ملاله يوسفزۍ چې د ٢٠١٢ کال د اکتوبر په مياشت کې د پاکستاني طالبانو له يوۀ بريده ژوندۍ پاتې شوه اوس کتاب ليکلو ته چمتو شوې ده.دا به خپل يادښتونه ليکي او په بدل کې به يې د شاوخوا ۳ ميليونه ډالرو په ارزښت د خپل زيار مزد ترلاسه کوي.دا يادښتونه به د روان ميلادي کال په ترڅ کې په کتابي بڼه خپريږي.د کتاب نوم به يې “زۀ ملاله يم” وي.په دې کتاب کې به هغه پېښې په کره ډول يادېږي چې څرنگه د ٢٠١٢ کال د اکتوبر په مياشت کې کله چې دا په سوات کې له ښوونځي کور ته له خپلو خورلڼو سره روانه وه او بريد پرې وشو.ملاله وايي د دې کتاب به د هغو تر ٦٠ ميليونو ډېرو نورو ماشومانو کيسه هم کوي چې له ښوونځي محرومه او بې برخې پاتې دي.