کراچۍ:دپاکستان یوه وکیل په پخواني ولسمشر دبوټانو ګوزار وکړ .دپاکستان یوه وکیل نن ددغه هیواد په پخواني ولسمشر پرویز مشرف هغه وخت دبوټانو ګوزار وکړ کله چې هغه په کراچۍ کښې یوې محکمې ته دپخوانۍ لومړي وزیرې میرمن بې نظیر بوټو دقتل په دوسیې دغه راز د قاضیانو په لیرې کولو کې دلاس لرلو په توګه دخپل ضمانت دمودې دتمدیدولو لپاره روان وو .دپاکستان دسند صوبې په سترې محکمې کې کابو شلو (۲۰) وکیلانو دپخواني پوځي واکمن پرویز مشرف پرضد اعتراض وکړ او شعارونه یې ورکړل چې پرویز مشرف دیکتاتور دی او هغه دې باید پانسي شي او یوه وکیل پرویز مشرف په بوټانو وویشت .مشرف په بوټ ونه لګید او هغه وکیل چې بوټان یې ګوزار کړي وو امنیتي ځواکونو له ځان سره بوته .
.