پېښور:په پېښور کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ١٢ کسان وژل شوي ١٢ ټپيان دي . د پېښور پولیسو په وینا دغه برید د جمعې په ګهیځ د صدر بازار په فخرعالم روډ سیمه کې وشو.د پېښور پولیسو یوه افسر خالد محمود همداني وویل، چې بریدګر پلي و او د فرنټیرکور نومي امنیتي ځواک د قوماندان مجید مروت د ګاډو کتار یې په نښه کړ، چې له سیمې د تېرېدو په حال کې و.د پولیسو افسر په وینا چاودنه کې د مجید مروت ګاډي ته زیان و نه رسېد، خو ورسره ګاډو ته زیان اوښتی.د نوموړي په خبره خپله مجید مروت ته هم کوم زیان نه دی اوښتی، ځکه د برید پر مهال د هغه ګاډی مخکې تېر شوی و. د پولیسو په وینا تر اوسه په برید کې د پنځو کسانو وژل کېدل تایید شوي او د فرنټیر کانسټبلري د څلورو عسکرو په شمول ۱۲ کسان ټپیان دي.له پېښې وروسته په سیمه کې مرستندویه فعالیتونه پیل شوي او جسدونه او ټپیان د پېښور لیډي ریډینګ روغتون ته لېږدول شوي دي.د پېښې ځای ته څېرمه د پاکستاني پوځ د تالاشۍ پوسته ده او له همدې ځایه پوځي مرکز ته لار غځېدلې. له پېښې وروسته پوځ سیمه محاصره کړې او په تګ راتګ یې بندیز لګولی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه