ځوانو شاعرانواوليکوالانوته دي ځانګړى علمي فرهنګي مركزجوړسي
افغانستان هيواد چې داسيا په زړه كې مؤقعيت لري اودجغرافيايي اړخه دمركزي اسيايي هيوادونوڅلور لارې ګڼل كيږي ، دباارزښته قلم رو له كبله داسي برېښي چې دنړۍ دپرمختللواوغني هيوادونو داقتصادي اوسياسي ګټوپه موخه دهر هيواد ورته مخه ده ، ترڅوددې قلم رو او ولسونوداستثمار ولوسره هراړخيزي ګټي وكړي . ځكه نوغني هيوادونه كله چې د خپل اقتصادي پراختيااوياد نورو هيوادونو داقتصادي پراختيادخنډپه تكل كې سي خپل تور لاسونه يې زموږ دې پاكي خاوري ته را اوږده كړي دي ، ياخويې دقلم پرځاى ټوپكي رالېږلي او يايې هم په يوه اوبله پلمه اورپكي رالېږلي دي چې له امله يې افغان اولس دماضي نه ترحاله خپلواك اوارام ژوندانه ته نه دى پرې اېښۍ .
خوافغانان چې هيڅكله يې هم نه دبل غلامي منلې اونه يې هم دغه پاكه خاوره دبل ترولكې اواستثمار لاندي راوستلوته پرېښې دخپلونيكونو پرپلو يې پل ايښى ، تل يې هم قلم اوورسره په څنګ كې دازادۍ اوخپلواكۍ په موخه توري اوټوپك نه كاراخستۍ .
داچې افغان اولس بېګانه ګانوته څه ډول ځواب وركړى ، څومره قربانۍ يې وركړى اوڅه زيانونه وراوښتي دا دافغانستان زرغون تاريخ بيانوي ، نوددې لپاره چې تبصره موپرې اوږده نسي اودپرديو له لاسه درا اوښتوځاني مالي زيانونوڅخه يوازي فرهنګي اړخ ته دوراوښتي زيان ته اشاره كوو او دجبران په اړه يې څه روښنايي خپروو ، ځكه كه دكوم هيواد فرهنګپال ژوندي وي نوداسي وانګېره چې اولسونه يې ويښ اوژوندي دي .
راځواصلي موضوع ته . په افغانستان كې پرلپسې جګړوترډېره حده پرعلمي مراكزوسخت منفي تآثروكړ، عملي مراكز وتړل سول ، دپوهي مشعل ومړ، همداسي پښت پرپښت بې شمېره افغانان دلوى څښتن له سترنعمت علم څخه بې برخي پاتي سول .
همدالامل ووچې موږ دخپلي خاوري دښمنانوته وكولاى سول چې داړتيا پراساس په توره اوټوپكوځواب وركړو ، اوس چې يواربيادپوهي ډېوه بله سوه علمي مراكز مو يو وار بياپرانستل ، پكارده چې دوخت څخه په سالمي ګټي پورته كولوسره ټولي هغه فرهنګي خلاوي ډكي اوجبران كړو .
افغانستان په خاص ډول دافغاني حكمرانانوټاټوبۍ(( كندهار)) چې پر خپل وخت زموږ دنيكونوفرهنګي ځاله ګڼل كيږي ، دعلميت شغلې يې پر درسته نړۍ خپرې وې ، اوهمدادعلم اوپوهي زانګو وه چې په سپېڅلې غېږه كې يې داسي ميړني اوتوريالي امپراتوران روزلي چې دوخت اوزمان دجاهلانوټغريې په لوى هنراومېړانه سره ټول كړى دى .
څرنګه چې زموږ د نيكونو دتورودشرنګ انګازې دډهلي نه تراصفهانه لاتراوسه دانسانيت اوبشريت دپاتي شونو په غوږوكې انګازې كوې ، موږ ته هم په كارده چې دنيكونوراپاته ميراث قلم په كار واچوو اوټول را اوښتي ناخوالي دقلم په وسيله جبران كړو.
زموږ فرهنګ ته لومړنى زيان دجنګ جګړوپرمهال دقلموالواواديبانودفرهنګي ټولنو، اخباررونواومجلوبندېدل اونه فعاليت ګڼل كيږي . اديب اوقلموال داولس لپاره دمشعل په معنى دي . اديبان اوفرهنګيان دي چې دواقعيتونوهنداره بلل كيږي ، همداليكوالان اوشاعران دي چې دواقعيتونو او رازونو نه په هنر او لوى كمال سره پرده پورته كوي . دعلم اوپوهي څراغان عالمان اواديبان دي چې تاريكيوته رڼابخښي ، دوى دي چې ټولنه دروښنايي پرلوري سوق كوي .
خوله بده مرغه بياهم په افغانستان كې دبهرنيوكړيودلاسوهني اوجګړولامل ووچې دټولني ځلبلانده ستوري فرهنګيان اوعالمان يې دخونړيوطوفانونوقربانيان سول ياخودوخت جبري حالاتودبيان ازادي ترې واخسته اوياخوهم اړسول چې خپل ټاټوبۍ پرېږدي اونورو هيوادونوته پناه يوسي .
وړاندي مويادونه وكړل چې موږ ته پكارده چې لومړى رااوښتي فرهنګي زيانونوته دجبران حلل لاره وپلټو، اوياڅه وكړوچې دغه خلاوي ډكي كړو، كه فرهنګي زيانونه جبران كړل سي باوري اوسۍ چې همدافرهنګي هسته به وكولاى سي چې ټول هغه نه جبرانېدونكي زيانونه چې افغانانوته وراوښتي دفرهنګي كړيوپه وسيله اولارښوونوسره جبرانېدونكي دي او ديو وار بيا رغېدا تمه ترې كېدلاى سي .
زما له آنده يوه يون ته اړتياده چې دقلم څښتنان قلم په كارواچوي ، اهل قلم ، روڼ آندي شاعران په ګډه سره لومړى خپله هسته هستمنه كړي اوورپسې دوګړيو داذهانودروښانولولپاره نه ستړې كېدونكي خدمات وړاندي كړي .
اړينه داده چې دولت اوفرهنګي كړۍ يوځانګړى علمي اوفرهنګي مركز پرانيزي. ترڅودپوهنتون دادبياتوپوهنځۍ اوترڅنګ يې دښوونكودروزني دادبياتوديپارټمنټ دمحصيلينوسره سره ټول هغه نوي راټوكېدلي شاعران چې دجنګونوپرمهال له زده كړومحروم پاتي سوي اونه دي توانېدلي ترڅوښوونځۍ اوياځان دلوړوتحصيلاتو ترمراكزو پوري ورسوي . ترروزني لاندي ونيسي ، ترڅو دګوتوپه شمېرڅومحدود دپښتوادبياتواستادانو ، قدرونو اووياړونوڅخه په همدې فرهنګي مركزكې ګټه پورته كړي ، ځيني دغه ځوانان چې قلم يې راپورته كړى ترډېره حده دشعراوشاعرۍ يعني غزلونو، نظمونواوازادوشعرونوله لاري خپل رهنمود او دزړه خبري ديوه پېغام په ډول خپروي ، خود نثراونوروليكنوليكلوته عاجزوي ، كه مودغه نوي راټوكېدلي ځوانان په ادبي فنونوسمبال سي اوددې جوګه سي چې دنثرله لاري دخلكوپه ژبه خپلي مفكوري اونوي اډياوي دټولني دسمون په موخه دپېغام په ډول داخبارونواومجلوله لاري وړاندي كړي ، طبعي ده چې پر ټولنه به مثبت تاثرات وشندي ، ددغه ځوان نسل په روزلوسره به فرهنګي هسته غني اوقوي سي ، چې ددې فرهنګي كړيوله بركته به ټول هغه ګړنګونه هوار هم سي كوم چې داګړى دافغان اولس دپرمختګ خنډګرځېدلې دي .
په درنښت