دغه لړۍ چې د بزګر د ورځې د لمانځلو په مراسمو کې پیل شوه،د ميدان وردګو والي دخپلو خبرو په ترڅ کې وويل : سږ کال به په دغه ولايت کې په ټولیز ډول له سل زرو څخه زیات نیالګي کينول شي،چې د دغه نیالګیو د څآرنې او روزنې په موخه یې د ښاروالۍ،زراعت او چاپیریال ساتنې ادارو یو ګډ کمیسون جوړ کړی،ترڅو کینول شویو نیالګیو څخه وخت په وخت څارنه او روزنه وکړي .
هغه زیاته کړه : څلویښت زره د چنار ونې به د زراعت ریاست له لورې د دې ولايت به بیلابیلو سیمو کې کینول شی،همدا راز د دغه ریاست له لورې به اوه څلویښت زره او څلويښت میوه لرونکي ونې ددې ولايت په دولتي ادارو کې کینول شي.
د ميدان وردګو د والي په وینا دوه زره ميوه لرونکي او غیرې میوه لرونکې ونې چې د مدیرا مؤسسې له لورې مرسته شوي په بهسودینو ولسوالیو کې کینول شي.
همدا راز د خصوصي سکتور له لورې په دغه ولايت کې پنځه څلويښت زره ميوه لرونکې او غیرې میوه لرونکې ونې کينول کیږي .
په همدې حال کې د ميدان وردګو ښاروال انجینر محمود وايي،چې د بېلابېلو مدني ټولنو او مرسته کوونکو ادارو له لورې د ښاروالۍ سره د شپږ زره نیالګیو مرسته وشوه،چې د ښار د ښکلا په موخه به په مهمو ځآیونو کې کينول شي.
په جوړو شویو مراسمو کې د ميدان وردګو والي د درې سوه زره افغانيو به ارزښت برابرې شوې ډالۍ چې په کې د بزګرۍ مهم سامان الات و، ورکړې
په دغه مراسمو کې د بزګرانو،هنرمندانو،د بېلابېلو لوبو لوبغاړو او یوشمیر نورو خپلې برابرې کړې نندارې هم ګډونوالو ته وړاندې کړې .