١٣٧٩ پوليسو ته د ترکيې هيواد له لوري روزنه ورکړل سوه چي په همدې لړکې شپږشپیته پوليس ته له زدکړو ورکولو وروسته نن ( پنجشنبه ) فارغت لیکونه ورکړل شول .
نهه دیرشمه دورې د پولیسو دغه شپږشپیته فارغانو ته د ترکی او افغان استادانو لخوا د شپږو اونيو په موده کې د انساني حقوقو،نښه ویشتنې،عملیات کولو،د پولیسو د مسؤلیت او یوشمیر نورو برخو کې زدکړې ورکړل شوي دي .
په وردګو ولايت کې د ترکې هېواد او افغان استادانو له لورې تردې دمه یو زرو درې سوه نهه اويا پولیس روزل شوي،چې د ترکې هېواد له لورې دغه نهه دیرشمه دوره د پولیسو وروستې روزنه وه،چې له دې وزوسته به د افغان استادانو له لورې دغه لړۍ ته ادامه ورکړل شي .
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې چې د وردګو والي،په افغانستان کې دترکې سفیر،د دغه هېواد د ځواکونو قومندان،د پولیسو اکاډمۍ قومندان،ددې ولايت امنیه قومندان،ولايتي شورا استازو، ولسوالانو او یوشمیر نورو ترکي او افغان چارواکو ګډون کړی وو.
د دې ولايت والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي د خپلو خبرو په ترڅ کې فارغ شویو پولیسو ته د مبارکۍ ترځنګ لارښوونه وکړه،چې په ورسپارل شويو دندو کې دافغاني جذبې له مخې ځان مسؤل وګڼئ او د ترکې هېواد څخه یې مننه وکړه چې د پولیسو د روزنې سربیره یې په دغه ولايت کې نور ډیری کارونه کړي .