دمیدان وردګو ولایت داطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت د لومړي ځل لپاره د دې ولایت په مرکز میدان ښار کې « د مڼې ګل ادبي بهیر » پیل شو
د دې بهیر په لومړنۍ او پرانیستونکې غونډه کې چې نن ( پنجشنبه ) د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې جوړه شوې وه، د دې ولایت دوالي عبدالمجیدخان خوږیاڼي په ګډون ، دهیواد تکړه او پیاړي لیکوالاو څیړونکي استاد حبیب الله رفیع، دمیدان وردګو ولایت سیمه ییزو چارواکو،لیکوالانو، شاعرانو او دادب مینه والو ګډون کړی و.
غونډې ته د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس اورنګ مختار په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل د یاد ادبي بهیر اصلي موخه په دې ولایت کې د ادبي او فرهنګي هڅو پیاوړي کول، د شاعرانو او لیکوالان هڅول او دارنګه د دې ولایت د میوو په ځانګړي ډول د مڼو تولیداتو ته چې نه یوازې نړیوال اقتصادي ارزښت لري بلکې په تاریخ ډګر کې هم ډیره اوږده مخینه لري، د شهرت پياوړي کول دي.
مختار زیاته کړه دا ادبي بهیر به په هرو پنځلسو ورځو کې یوه غونډه ولري او هڅه به وشي چې د ولایت په کچه شاعران، لیکوالان اود ادب مینه ورته را وبلل شي.
ښاغلي مختار وویل که څه هم په دې برخه کې یو شمیر ستونزې شته او دا ریاست د مالي امکاناتو له اړخه یو څه عاجز دی، خو د دې سره،سره به هڅه وکړي چې د دې بهیر دلا پیاوړتیا په موخه مرستندویه سرچینو ته وړاندیزونه وکړي.
دمیدان وردګو والي عبدالمجیدخان خوږیاڼي هم ددې ادبي بهیرپیل کول د ولایت په کچه په ادبي ډګر کې یو نیک ګام وباله او له ټولو ګډونوالو یې وغوښتل چې له دې بهیر سره خپلې فرهنګي اړیکې ټینګې وساتي او په هره غونډه کې یې ګډون وکړي.
ښاغلي خوږیاڼي داطلاعاتو او فرهنګ ریاست دغه نوښت وستایه او په دې برخه کې یې خپلې همکارۍ اعلان کړې.
د ميدان وردګو والي وايي د دې ولایت میوو دخلکو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې مهم رول لوبولی او زیاته یې کړه ددغه ارزښت پام کې نیولو سره پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې په دې ولایت کې یو لوی صنعتي پارک جوړ کړي.
دبهیر دغونډې په لومړۍ برخه کې تکړه او پیاوړي لیکوال او څیړونکي استاد حبیب الله رفیع هم هر اړخیزه وینا وکړه او ویې ویل، ادب د ژوند یوه مهمه اړتیا ده او ادبیات زموږ په هیواد کې ډیره اوږده مخینه لري، او همدارنګه دنړي په ادبي تاریخ کې افغانستان دیوه ځانګړي نوم درلودونکی دی.
رفیع وویل که څه هم دهیواد اوپه ځانګړي ډول دمیدان وردګو په ولایت کې ادبي ډګر د پخوا په پرتله ډیر پیاوړی شوی او په ټولو برخو کې د پام وړلاسته راوړنې لري، خو بیا هم ډیرو نورو هڅو ته هم اړتیا ده او هیله ده چې ددې لارې مسولین خپلې هڅې دریغ نه کړي.
ورپسې نورو ګډونوالو هم خپلې ویناوې وکړې او د مڼې ګل په نوم دادبي بهیر پیلول یې یو مثبت ګام وباله.
دوی وویل دا ډول ادبي هڅې د ځوانانو په زهني، ادبي او د ټولنیز ژوند په پیاوړتیا کې هڅونکی رول لوبولی شي او ددوی د ادبي روزنې سره خورا مرسته کوي.
ګډونوالو وړاندیز وکړ چې دا بهیر باید په دوام داره توګه ترسره او روزنیزه بڼه پیدا کړي تر څو ځوانان وکولای شي خپل استعدادونه پکې وازمايي او زموږ په ټولنه کې شته ستونزې له یو بل سره شریکې کړي.
د مڼې ګل د ادبي بهیر د غونډې دویمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه او ګڼ شمیر شاعرانو پکې خپل شعرونو وړاندې کړل.
شاعرانو په خپلو شعرونو کې دسولې پيغامونه وړاندې او د شعر په ژبه یې د نوي پسرلي د راتګ هرکلی وکړ.
باید وویل شي په میدان وردګو ولایت کې د مڼې ګل په نوم مشاعره څو کاله وړاندې پیل شوې ده، خو د مڼې ګل په نوم ادبي بهیر د لومړي ځل لپاره پیل او خپله لومړنۍ غونډه یې ترسره کړه