کور / تازه خبرونه / کندهار : د نشيي توکو په اړه خبري وسوې

کندهار : د نشيي توکو په اړه خبري وسوې

د امنيت شورا ننۍ غونډه کي د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل عثماني هم برخه اخستې وه او له نظامي مسؤلينو سره يې د کوکنارو د محوې او کنټرول پر موضوعاتو بحث وکړى.
کندهار والي وویل چي دوى له وړاندي هم په دې برخه کي په خورا جديت سره کار کوي او له وزارته غواړي چي په تخنيکي برخه کي دوى اکمال کړي څو کمپاين يې په ښه توګه سره پر مخ ولاړ سي.
هغه د امنيتي ارګانونو مسؤلينو ته هدايت وکړى څو په هغو ساحو کي چي د تارياکو کښتونه زيات وي او مخالفين يې د ساتلو هڅه کوي چاڼيز عمليات وکړي او په دې توګه سره هم مخالفين له سيمو وباسي او هم يې مالي سرچينې ور وچي کړي.
ښاغلي مقبل زياته کړه چي دوى په ټولو برخو کي همکاريو ته ژمن دي او په نژدې راتلونکي کي به يو شمېر نور امکانات هم د کندهار د ولايتي ادارې په واک کي ورکړي څو کمپاين چټک سي.