کور / تازه خبرونه / د وردګو والي د يوه لوبغالي د جوړېدو ژمنه وکړه

د وردګو والي د يوه لوبغالي د جوړېدو ژمنه وکړه

د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي دغه ژمنه په ميدان وردګو ولايت کې د افغانستان د کرکټ بورډ استازي محمدناصر او د دغه ولایت منتخبې لوبډلې سره په لیدنه کې وکړه .
په دغه ولايت کې د کرکټ بورډ استازي محمدناصر وویل : د دغه ولايت د کرکټ منتخبې لوبډلې د لاسته راوړنو په اړه د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه څه موده وړاندې د LSTO ادارې له لورې د کرکټ بورډ په چوکاټ کې د درې ولايتونو ( ميدان وردګ ، پروان اوکابل ) شپږو لوبډلو ګډون کړی وو،چې ميدان وردګو کرکټ منتخبې لوبډلې وکولای شول،چې ددغه سیالیو لومړی مقام خپل کړي او هغه کپ چې د دغه سیالیو له بریا وروسته یې ترلاسه کړې وه، د ميدان وردګو والي ته ډالۍ ورکړه .
نوموړې زیاته کړه : سره له دې چې په دغه ولايت کې د کرکټ بورډ ادارې په هځو د همزه هوتک په څیر لوبغاړی ملي او یوشمیر نور یې ای او بېلابېلو لوبډلو ته ورکړي،خو د ولايت مقام او مرکزي ادارې له لورې د دغه لوبې لپاره هیڅ اسانتياوي ندي برابرې شوې .
د هغه په وینا دوی په دغه ولايت کې يوه دفتر،د کرکټ لوبغالي او مالي تقویې ته اړتيا لري.
د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي یادو لوبغاړو ته د بریاوو راوړلو د مبارکۍ ترځنګ دوی سره ژمنه وکړه،چې د کرکټ هغه لوبغالي چې پخوا د پروژو له لیست څخه ویستل شوی وو، یو ځل بیا به یې د نشه یې توکو په وړاندې د مبارزې ادارې لخوا په منظور شويو پروژو کې شامل کړي او ژر به یې عملي چارې پیل شي.
هغه همدا راز په دغه ولايت کې د کرکټ بورډ ادارې ته د دفتر لپاره د نشه یي توکو په وړاندې د مباررې ریاست کې يوه خونه وسپارله،ترڅو د فتر لپاره ترې استفاده وکړي .
د ميدان وردګو والي یادې لوبډلې ته دهغوی دښو کړنو له امله دستاینلیک د ورکړې ترڅنګ ډاډ ورکړ،چې د ولايت مقام لخوا به دوی په مالي برخه کې هم تر خپل توانه پورې تقویه کړي ترڅو نورې لاسته راوړنې هم ترلاسه کړي
د یادونې وړده،چې د ميدان وردګو ولايت دکرکټ منتخبې لوبډلې سره د دغه ولایت دوالي ښاغلي عبدالمجیدخوږياڼي له لورې د لباسونو مرسته هم وشوه .