کور / تازه خبرونه / د کډوالو وزارت په کندهار کي د بې ځايه سوو له پاره کاري پلان جوړوي

د کډوالو وزارت په کندهار کي د بې ځايه سوو له پاره کاري پلان جوړوي

کندهار افغانستان-د افغانستان د کډوالو او بيا راستنېدونکو چارو وزارت غواړي په کندهار ولايت کي د ميشتو بې ځايه سوو او بيا راستانه سوو کسانو لپاره کاري پلان جوړ کړي او د هغو لپاره چي لا هم په بهر کي د بيا راتګ زمينه برابره کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مهاجرينو او بياراستنېدونکو وزارت معين ډاکټر عبدالصمد حامي نن د ويه هيئت په مشري کندهار ولايت ته راغلى او دلته يې له والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره وليدل.

نوموړي په دې ليدنه کي وويل چي وزارت يې د افغانستان په سطحه په مختلفو ولاياتو کي د بېا راتلونکو او بې ځايه سوو کسانو لپاره پر يوه ځانګړي کاري پلان باندي کار کوي چي په نتيجه کي به يې هغو افغانانو ته چي لا هم په بهرنيو هيوادونو کي مېشت دي د راتګ زمينه برابره سي.

کندهار والي زياته کړه چي د کندهار ولايت د مهاجرينو رياست ته تر دې دمه پوري د ياد سوي پلان په اړه هيڅ ډول روزنه نه ده ورکول سوې او نه هم هغه امکانات چي ضروري دي په واک کي ورکړي دي.
هغه وويل چي د بيا راستنېدونکو او دلته په محلي سطحه د بې ځآيه کېدونکو لپاره د عادي اوسېدونکو په شان د ژوند امکاناتو برابرولو ته اړتيا ده او بايد د هغوى لپاره د ښوونځي او روغتون ترڅنګ د ژوند نور ټول لومړني خدمات محيا سي.
کندهار والي همداراز يادونه وکړه چي بايد له نورو هيوادونو د راستنېدونکو افغانانو لپاره په لومړي سر کي د هغوى ملکيتونه چي د زورواکانو لخوا غصب سوي بيا تر لاسه سي او د عادي ژوند کولو لپاره ورته د کارونو زمينه مساعده سي.
د يادوني وړ ده چي څه موده وړاندي هم د مهاجرينو او بياراستنېدنکو وزارت يو بل پلاوى کندهار ولايت ته راغلى و او په عين موضوع باندي يې بحث کړى و چي د ولايتي ادارې لخوا هم ورته عين پېشنهادونه سوي ول.
__________________________________
دکندهار ولايت مسئولينو په وار وار سره دا ويلي چي دې ولايت ته په هغه کچه چي ښايي توجه وسي نه کېږي او د مور او ميرې چلند ورسره کېږي .