کور / تازه خبرونه / په پاکستان کي د حملو انتقام په افغانستان کي اخیستل کېږي

په پاکستان کي د حملو انتقام په افغانستان کي اخیستل کېږي

کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو د چهارشنبې د ورځې په ګڼو کې د نور موضوعاتو ترڅنک له افغان چارواکو سره د جان کري د پرون ورځې لیدنې او د پاکستان او افغانستان په اړیکو باندې لیکنې تبصرې کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکي ولسمشر کرزي او جان کري د قطر په دفتر خبرې وکړې.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، پرونۍ ناسته تر ډېره له طالبانو سره د سولې پر بحث او د سیمې پر موضوعاتو راټوله وه.

ویسا په یو جلامطلب کې لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د ولسمشر کرزي ترمنځ د خبرو اترو او خبري کنفرانس چاپيریال دوستانه وو.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د امریکا او افغانستان ترمنځ اوسمهال اړیکې نورمالې شوې او ستونزې حل شوې دي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، جان کري له ځینو افغان سیاستوالو او د مدني ټولنې له فعالینو سره د تړلو دوازو ترشاه غونډه وکړه.

ورځپاڼه وړاندې لیکلي میرویس یاسیني، شکریه بارکزۍ، فاروق وردګ، یونس قانوني ، رحمت الله نبیل، ضیالحق امرخیل او ځینو نورو په دې غونډې کې ګډون کړی و.

باور:

باور ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی امریکا له افغانستان سره خپلې اړیکې نه شي کمزورې کولای !

په سرمقاله کې راغلي که وکتل شي امریکا او افغانستان په خپلو کې ژورې سیاسي، اقتصادي اونظامي اړیکې لري، چې په اسانه د شلېدو نه دي.

د لیکوال په اند امریکا اړه ده، چې تر اوږد مهال پورې له افغانستان سره خپلې اړیکې وساتي او نه شي کولای افغانستان یوازې پریږدي.

د لیکوال په باور که امریکا افغانستان یوازې پریږدي، په نړۍ کې به خپل باور له لاسه ورکړي.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي پاکستان کې د حملو انتقام په افغانستان کې اخیستل کیږي.

د مطلب لیکوال لیکي، په افغانستان او پاکستان کې وروستۍ حملې ښيي چې په خپلو کې سره یو ډول تړاو او ورته والي لري.

ورځپاڼه وړاندې لیکي: په سیمه کې لوبه (ای ،ایس ،ای ) روانه کړې او دغه اداره په پاکستان کې ترسره شویو حملو انتقام په افغانستان کې اخلي.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي افغانستان په تېره لسیزه کې له پاکستان سره د اعتماد جوړولو او د باور د پیداکولو په لاره کې بې سارې هلې ځلې کړې دي.

د لیکوال په باور په پاکستان په پراخه توګه د باوراو اعتماد او همکارۍ لپاره د افغانستان هڅو اوهاند باندې بیا بیا سترګې پټې کړې دي.