په دیارلس سوه دوه نویم کال کې د پوهنې وزارت له لورې د ميدان وردګو ولايت شپږ پنځوس ښوونځيو ته ودانۍ او د احاطې ديوالونه جوړيږي .
د پوهنې وزارت له لورې د ميدان وردګو ولايت په نرخ او سیداباد ولسواليوکې د زراعت مسلکي لیسې،په جغتو ولسوالۍ کې يو کثیر الرشتوي انستیتوت منظور او په مرکز ميدان ښار کې د زراعت لیسې انستیتوت ته ارتقاع وکړه .
همدا رنګه ددغه وزارت له لورې ددې ولایت د لس ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو او شپږ څلویښت نورو ښوونځيو د احاطې دیوالونو د جوړولو منظوري شوې،چې د یادو لسو څخه د څلورو ښوونځيو ودانۍ چې لس،لس خونې به ولري د څلور سوه زره امريکايی ډالرو په ارزښت یې بودیجه ځانګړې شوې او ژر به یې عملي چارې پیل شي او د باتي شپږو ښوونځيو ودانۍ او دشپږ څلویښت ښوونځيو د احاطې دیوالونو د جوړولو چارې به وروسته له دې چې له کوم رغنیزشرکت سره قراداد وشي وروسته یې عملي چارې پیل شي .
اخوا په ميدان وردګو ولايت کې ددغه وزارت له لورې په نوي کال کې شل لومړني ښوونځې چې منظور شوي و،په عملي ډول زدکوونکې جذب او د تدریس چارې پیل شوې .
په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې چې ددې ولايت د بېلابېلو ولسواليو
د استازو سربېره سناتور سمیع خان،د پوهنې وزارت استازو او یوشمیر نورو ګډون کړی وو، د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي خوښي څرګنده کړه چې د نوې کال پیل د پوهنې وزارت لخوا په منظور شويو پروژو کوو .
هغه وويل: تردې وړاندې به د ميدان وردګو ولایت زده کووونکې د مسلکي زدکړو
ترلاسه کولو په موخه نورو ولايتونو ته تلل،چې له دې وروسته به مسلکي زدکړې ددغه ولايت په مسلکي ښوونځيو او انستیتوتونو کې ترسره کړي .
نوموړې د پوهنې له وزير او هغه کسانو څخه چې ددغه پروژو په منظورې کې دولايت مقام سره یوځای هلې ځلي کړې وې،مننه وکړه او هيله یې څرګنده کړه،چې د پوهنې وزارت له لورې به په دغه و لايت کې نورې پروژې هم پلي شي،چې په ترڅ کې به د پوهنې په برخه کې ددغه ولايت د ولسونو ستونزې په بشپړ ډول حل شي .
د ولسونو په استازۍ سناتور سمیع خان د پوهنې په برخه کې دیادو پروژو د منظورۍ له امله د ميدان وردګو دوالي له هلو ځلو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د دغه ښوونځيو جوړېدو سره به د پوهنې په برخه کې د ولسونو شته ستونزې تر یوه حده حل شي .
دیادونې وړده،چې د يادو ښوونځيو ودانۍ او احاطۍ دیوالونه به ددغه ولايت په ټولو ولسواليو کې داړتيا له مخې پلي شي.