څنګه پوهيږو چي د افغان ملت د ا مقدسه خاوره په کوم نامه او عمل وژغورو څوک د انقلاب پلويان وه چي دا ثابته ده چي انقلاب بيله وينو تويولو نه راځي څو ک دداسي عمل په ضد او خلاف کښي پا څون عملِ خير او د جهاد لقب ورکوي چي د زيار او کو ښښ نتيجه يي د عام ملت قيام او پاڅون هم سو ـ
زه نه پوهيږم چي د ملت دپاره د ويني تويولو انقلاب خير وو او که دهغه په ضد او خلاف پاڅون او قيام ښه نتيجه ده خو د تميز پلټنه کوو چي دا پلټني به پخپل ځان کښي پوښتني مطرح کوي لکه ايا هغه ټولنه د انقلاب وړ او حتمي وه چي شعار يي د مذهبي تګ لاري څخه بيل وو چي ملت د سوو کلونو پر پاته دۍ ـ
ايا هغه حزب د برياليتوب په پله کښي اچوو چي اشتراکيت يي د قانون د جز څخه استفاده کيده ـ ايا هغه واکمني چي د ستم او ظلم نشه يي د انقياد په ضد او خلاف کښي په حرمت او وژني ارامول او که د مقدس جهاد په نامه د هغه عمل تائيد وکړو چي ورور وژني يي عامي سوي ـ ايا داسي جهاد ته د خير طمعه ولرو چي تر رعايت يي حکمرانان ډير لرل ـ ايا نتيجه دداسي عمل قبوله کړو چي معيوبيت يي د پرديو محتاج کړو ـ
ايا دداسي اتباع هدايت وکړو چي د بچو د سر سايه يي نيست او نابود کړه او د ظلم په لمر يي وتپول ـ ايا هغه کسان د ځانو مقتدايان وګڼو چي د ورور او قوم په وژنه يي د ملت دباندي زاله جوړول ـ ايا هغه کسانو ته لقب ورکړو چي د مقدس لقب په استفاده يي د نشو ، رشوتو ، غلطو هداياتو ، عبث ميلو ته او يايي تعمير ، واک ، دولت ،
عزت ته د خپل ځان مخه ونيول ـ ايا هغه کسانو ته احترام ولرو چي د غربي نړي د کاسو ماړه د هغوي د هداياتو د اتباع سره سم د مقدس لقب په غوره کولو او يا لمانځلو په زور ځان په حکمرانۍ را پيژني او د اختلاف سبب يي عام خلک د لاتعلمي ، سرکښي ، او دنشو او فساد معتاد کړه او ډير کسان يي د لباس پرته د ضميره هم خلاص کړه او هغه کسان چي هغه هم د افغانيت ګريوان لري د ناوختۍ د عامله يي د پرديو يا د ملت څخه غير لاره نکړه پيدا هغه يي په داخل کښي څوک د فساد او جنسي تيري په افشا کولو کښي مالي منبع ودرلودل او څوک يي ددوۍ په وينا د ترورستۍ عملو سره لاس او ګريوان کړه چي دا ټوله اعمال د انسانيت ، مذهب ، او اسلام څخه غير هم دي منفي اثرات يي ډير دي ـ
خو دومره پوهيږو چي د خلاصون لاره مو تنها د انسانيت په مسخه کښي ده که څه هم اخروي منفي اړخ لري او يا به د اينده يا تعدۍ چي دا هم زموږ د خلاصون يوه ضعيفه تګ لاره ده ـ مننه