د هلمند د نادعلي ولسوال عمرجان حقمل وايي چي ياده بمي چاودنه ددي ولسوالي په چاانجير سيمه كي د ملكي خلګو په يوې ګڼه ګوڼه ساحه كي رامنځ ته سوي .
په خبره يي چي پرمهال يي يو سيمه ايز پوليس وژل سوي او پنځه ولسي وګړي ژوبل سوي دي .
ددي ولايت د ايمرجنسي روغتون ډاكټران وايي چې ددي پېښي څخه ورته اووه تنه ور وړل سوي دي چې دوه يي سيمه ايز پوليس او پنځه يې ولسي وګړي دي .
هغوى وايې چي ور وړل سوي كسان ټول ژوبل دي او وروسته يې يو تن ولسي وګړي د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
ددي پېښي مسوليت تر اوسه کومي ډلي پر غاړه نه د اخيستى.