کور / تازه خبرونه / له تيرا څخه ۴۰ زره کسان کډه کولو ته اړ شوي دي.

له تيرا څخه ۴۰ زره کسان کډه کولو ته اړ شوي دي.

پېښور: د بي بي سي د راپور له مخې د ملګرو ملتونو په خبره د خیبر ایجنسۍ له تيرا څخه د نښتو له امله له ۴۰ زره ډېر کسان کډه کولو ته اړ شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا دغه کډوالي تېره اونۍ پیل شوې او ډېر کډوال يې ماشومان او ښځې دي.د کډوالو کورنیو کوهاټ، هنګو، پېښور او کورمې سیمو ته مخه کړې.قبایلي سیمو کې د قدرتي افتونو پر مهال د بېړنیو مرستو کارکوونکي د کډوالو نومونه ثبت کوي او کېږدۍ، خواړه او نور اړین مواد ورکوي.دغه راز د لارو په اوږدو کې ماشومانو ته د ناروغیو ضد واکسین هم ورکول کېږي.