کور / تازه خبرونه / دننګرهار ولایت دنني برید دپیښي تازه مالومات

دننګرهار ولایت دنني برید دپیښي تازه مالومات

جلال آباد: دپژواک خبری آژانس او نوروافغاني رسنیوپه حواله ،نن سهاروختي پنځه بجې دننګرهارپه ولایت کې دپولیسو دچټک غبرګون پر یوه مرکز باندي ځانمرګي برید شوی ، چې په پایله کې یې پنځه پولیس افسران اواته ځانمګري بریدګر وژل شوي دي.
دغه بریددیوموټر پواسطه هغه وخت منځ ته راغلي چي دروتنووسله والو سپاره بریدګروخپل موټردپولیسومرکز ته ورنږدی کړاویوځانمرګی بریدګردموټر بم چاودنه وکړه اودوه تنه بریدګر دپولیسوودانۍ ته ورننوتل، چې وروسته یې په ځانونو پورې تړلي باروتو ته چاودنه ورکړه اویا دامنیتي ځواکونوپه ډزوکې ووژل شول.
دخبرسرچینه وایې چي دري تنه نوربریدګر مخکي له بریدنه دپولیسوسره مخامخ جګړه پیل کړه اووروسته دپولیسو لخواه په ډزوسره ووژل سول.
د ننګرهاردپولیسو مشرمحمد شریف امین رسنیوته وویل ،چي په دغه پیښه کي اته تنه بریدګر او پنځه پولیس وژل سوي اوڅلور تنه نور ټپیان دي.
دطالبان ویاندذبیح الله مجاهدددي پیښي پړه منلي اووایی چي په دي بریدکي یې لسګونه افغاني پولیس اوبهرنیان وژلي دي .مجاهددطالبانودپنځوملګرووژنه هم تائیدکړیده .خودولت دطالبانودغه ادعاوي په کلکه ردوي.