کور / تازه خبرونه / هلمند:د کوکنارو د كمپاين پرمهال ۱۹ کسان وژل سوي

هلمند:د کوکنارو د كمپاين پرمهال ۱۹ کسان وژل سوي

په هلمند کې د کوکنارو د کمپاين پر مهال نولس تنه وژل سوي دي.
د هلمند ولايت امنيتي مسولين وايې چې ددي ولايت په ګرم سېر ولسوالۍ کي د کوکنارو د کمپاين پر مهال د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته سوي ده.
ددي ولايت د ګرم سېر ولسوالۍ يوه امنيتي باوري سرچينه وايې چې ددي جګړي پر مهال شاوخوا اتلس تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي.
د هلمند د امنيي قومندانۍ د همږغۍ د دفتر مرستيال محمد اسمعيل هوتک وايې چې د دوشنبي په ورځ لس بجي د ګرمسېر ولسوالۍ په کرتاکه او اوشتانو سيمه کې د وسله والو طالبانو او د کوکنارو د کمپاين دساتونکو پوليسو ترمنځ جګړه سوي چي د ماخستن تر نهه بجو پوري دوام وکړ .
د هوتك په خبره چي د جګړي په ترڅ كي اتلس وسله والو طالبان وژلي او دغه راز يو پوليس هم ووژل سو او دوه نور ټپيان سوي .
ها خوا ددي ولايت د امنيي قومندان عبدالنبي الهام وايې چې دا نښته سوي او مرګ ژوبله پکښې اوښتي ده ولي د مرګ ژوبلي دقيقه شمېره يې نه لري .