کور / تازه خبرونه / هلمند: د پوليسو پر قرارګاه ځانمرګي بريد سوى

هلمند: د پوليسو پر قرارګاه ځانمرګي بريد سوى

د هلمند په نادعلي ولسوالي كي د پوليس پر قرار ګاه ځانمرګي بريد سوي .

تيره شپه د هلمند د نادعلي ولسوالي د نري مانده په سيمه كي د پوليسو پر يوي كوچني قرار ګاه باندي د مازدا ډوله موټر څخه په ګټه اخيستنه ځانمرګي بريد سوي ، د هلمند د ۲۱۵ قول اردو قوماندان سيدملوك وايي چي چاودنه ډيره زوره وره په خبره يي چي چاودني مالي زيان اړولي خو تلفات يي ندي اړه ولي .
په سيمه كي يوي امنتي باوري سرچيني د نوم نه ښودلو په شرط وويل چي په بريد كي يو د ملي اردو سرتيري وژل سوي او دوه تنه نور ټپيان سوي دي .
د بريد مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستي او وايي بريد يي د بهرنيو ځواكونو پر يوي اډي كړي چي ګڼو كورنيو او بهرنيو سرتيرو ته يي پكښي مرګ ژوبله اړولي ده .