کور / تازه خبرونه / دبګرام دزندان دسپارلوڅخه وروسته په لمړۍ ورځ (۲۶)تنه بندیان آزادشول

دبګرام دزندان دسپارلوڅخه وروسته په لمړۍ ورځ (۲۶)تنه بندیان آزادشول

نن دوشنبه د روان میلادی کال دمارچ ۲۵ نیټه امریکایانودبګرام زندان چاري افغان حکومت ته وسپارلي.
دزندان دسپارلو وروسته افغان حکومت سمدستي( ۲۶ّ تنه افغاني زندانیان له زندان څخه خوشي کړل اوخپلوکورو نوته یې واستول .دزندان دچارو دسپارلو له پیل راهیسې بیاتراوسه پوري شاوخواڅلور زره بندیان افغان حکومت ته سپارل شويدي.
په خبر کي ویل شوی چي (۱۰۰) تنه بندیان لا تراوسه دامریکایانوسره بندیان دي ،خو دوی وایې چي په راتلونکي اووني که به هغه بندیان هم افغان لوري ته وسپارل شي. افغان چارواکي وایې چي دشپږو میاشتوپه موده کي(۳۰۵۱) زندانیان او دمګړي ۹۴۹ بندیان افغان لوري ته سپارل شویدي چي ټول ټال (۴۰۰۰)تنوته رسیږي.
  افغاني چارواکي وایې،برسیره پردی چي ددواړوهیوادو ترمنځ دبګرام دزندان دسپارلوتړون لاس لیک شو یدی ،خو بیا هم ځیني بندیان دامریکا یانوپه لاس کي دي اودهغوی لخواه یې ساتنه کیږي .
دبګرام زندان دمسوولیتونودلېږدلو په غوڼډه کې دافغانستان دعدلي وزیر،دلوی څارنوالي مرستیال ، دستری محکمي مرستیال ، دملی دفاع وزیر ،اشرف غنی احمدزی ،اودعدلي اوقضايي بنسټونولوړپوړو چارواکوګډون کړی وو. دوی ژمنه وکړه چې دبګرام زندان دبندیانودوسیې به په قانوني موده کې د( ۳۰ )ورځوپوري وڅيړي اوهیڅ بی ګناه کس به په سزا محکوم نه کړل شي.
په افغانستان کي دامریکایې ځواکومشرجنرال جوزیف ډانفوردافغان لوري ته وعده ورکړه چي په راتلونکي کي به دهمکاریواومرستي لړ ۍ پراخه کړی اوددواړوهیوادو ترمنځ به رواني ستونځې اواري شي.
په تیره میاشت کي امریکایانو ویلي وو، چې نژدې د (۳۰۰۰)بندیانو چارې به افغان حکومت ته وسپاري.
خودافغان حکومت او امریکایانو ترمنځ له ناندریو وروسته، ددغه زندان دسپارلو وخت او په زندان کې دځینو خطرناکوبندیانو دبرخلیک مالومولو له کبله دزندان دسپارلوچاري وځنډول شوي.
له همدې امله حامدکرزي په کابل اوهلمند ولایتونوکې دامریکا په دریځ باندي نیوکې وکړې او امریکا یې دطالبانو سره دپټواړیکو لرلو په تورتورنه کړه.
دکرزي له دغوڅرګندونو وروسته د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جوزیف دانفوروخپلو ځواکونو ته د تیارسۍ امر وکړ.