د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن نا څاپه کابل ته را ورسیدی.دامریکا سفارت اوافغان لوړ پوړوچارواکو دهغه دسفرخبر ورکړی .جان کیری به دافغانستان دجمهوررئیس حامد کرزي اوځینو نورو چارواکواودمدني ټولنې له یو شمېر غړوسره وګوري.نړېوالورسنیو رپوټ ورکړی، چې جان کیري به دڅلورویشتو ساعتونو لپاره په کابل کې پاتي شي.دامریکا دبهرنیو چارو وزیر په داسي حال کي افغانستان ته را وسیدی چي نن دبګرام دزندان چاري افغان حکو مت ته وسپارل شوی.ددغه زندان لانجه او شخړه دامریکا اوافغانستان ترمنځ دڅواوونیو را هیسي دډیرو ناندریو وروسته افغان لوري ته وسپارل شوه.افغان جمهوررئیس په داوروستیو کې دافغانستان اړوند مسالو په لړکې د امریکايي مقاماتو په کړنوباندی کلکې نیوکې کړې دي.له دې نه مخکې حامدکرزي ویلي وو، چې امریکا له طالبانو سره په اروپايي اوخلیجي هېوادونوکې مخامخ پټې خبرې کوي او له هغوی سره یوځای چای اوچاکلیت خوري، خو په افغانستان کې دخپلوګټو په خاطر جګړه روانه ساتي.