کور / تازه خبرونه / هلمند : پر اړو کورنۍ يو مرستي وېشل کېږي

هلمند : پر اړو کورنۍ يو مرستي وېشل کېږي

په هلمند كې څه باندې ۱۶۰۰ كورنيوته د البسې اوخوراكي توكود مرستې د ويش لړى پيل شوه
دغه لړى دوشنبې په ورځ د هلمند ولايت د مقام د مرستيال مسعود احمد بختورلخوا چې د كډوالوچارورئيس يې هم مليتا كوله په لښكرگاه ښاركې پيل شوه.
ددې مرستود ويش پرمهال د هلمند ولايت د مقام مرستيال مسعود احمد بختوروويل چې يادې شوې مرستې د WFP اوUNHCR لخوا د كډوالوچارود رياست په هڅوچمتواوهغه كورنيوته وركول كيږي چې سروې يې د ولايت مقام لخوا د ټاكل شوي گډ پلاوي لخوا وړاندې ترسره شوې ده.
د نوموړي په وينا چې په دې كورنيوكې ۱۲۹۰ كورنى د مارجې د تريخ ناوراوكجكي ولسوالى څخه بيځايه شوې،۲۲۰ كورنى سيلابونوځپلې،۷۰ كورنى له كابل او۴۵ كورنى له گاونډي هيواد ايران څخه راغلي چې هرې كورنى ته ۱۵۰ كيلوگرامه غنم،۱۱ كيلوگرامه غوړي،۱۸ كيلوگرامه دال،مالگه،شپږشړى،پنځه ترپالونه او۷ د اوبوډبې وركول كيږي.
هغه له مرسته كوونكواداروڅخه مننه وكړه چې خپل وخت يې په هلمند كې له سلگونواړواوبيوزلوكورنيوسره د لازمومرستوامكانات برابركړي دي