کور / سياسي / دافغانستان خلک باید پخپله له ځان څخه دفاع وکړي

دافغانستان خلک باید پخپله له ځان څخه دفاع وکړي

بسم الله الرحمن الرحیم

۲۰۱۳کال دمارچ ۲۴

هرچا چې داستعماري سیاستونو پر بنسټ پر افغانستان تیری کړی دی افغانانو ته یې یواځې بدمرغۍ او غمونه په برخه کړي دي .په بهرنیو ځبرځواکونو باندې ځان ساتل یواځې د دوﺉ دګوډاګیانو ،چې دهمدغو بهرنیو ځبرځواکونو د ګټود پاره کارکوي ، غوښتنه ده . ځکه چې دا ګوډاګیان دخپلو خلکو ځنې ډار لري او باورپرې نه شي کولای . همدارنګه د یوبیوزله ،جګړو ځپلي اوفقیر هیواد لکه افغانستان او د یو ځبر ځواک ، چې پر ټولې نړۍ د حکومت کولو فکر لري لکه دامریکې متحده ایالتونه ، دهمکارۍ او دوستۍ عادلانه ستراتیژیک قرار داد منځته راوړل یواځې دخلکو غولول دي . نه یواځې د امریکې سره، بلکې د ټولو هغو ځبرځواکونو سره چې د استعماري پراختیا غوښتونکو سیاستونو پر بنسټ یې پر افغانستان یرغل کړی دی، دافغانانوخپلواکي یې له منځه وړې ، دافغانستان خاوره اوشتمنۍ یې غصب کړې ، هیواد یې په کنډوالواړولی ، په میلیونونو بیګناه افغانان یې په خپل هیوادکې چې هیڅ ډول تیری یې پر چانه دی کړی، له منځه وړي یا دخپل کور کلي څخه تیښتې ته مجبور کړي دي او زموږ هیواد یې په کلونو کلونوشاته تمبولی او دلوږې او فقر سره مخامخ کړی دی، دافغانستان دامن دپاره عادلانه تړون نه شي منځته راتلای .

که چیرته ډیر لیرې لاړ نه شو او یواځې د دریو ځبر ځواکونو( برتانیې ،شوروي اتحاد اوامریکې ) استعماري پراختیا غوښتونکي یرغلونه پر افغانستان وڅیړل شي نو جوته به شي چې څومره بدمرغۍ ، غمونه ، ستونزې او بربادۍ ددغو استعماري ځواکونو په واسطه دافغانانوپه برخه رسیدلي دي . یواځې دخپلوشخصي ګټو لیونیان ،یوڅو پردیپال ګوډاګیان نه شي کولای دافغانانو بې شمیره ستونزې او کړاوونه و ویني او په ډیرې بیشرمۍ سره داشغال تورې مودې ته دپرمختګ اوترقۍ، لاسته راوړنو او دموکراسۍ دوره وایي . ایا سرتر پایه په فساد کې ډوب هیواد کولای شي پرمختګ وکړي او لاسته راوړنې ولري ؟ ایا هغه نظامونه چې دپردیو له خوا په درغلیو ، دیکتې او رشوتونو جوړ شوي وي ، کیدای شي دموکراتیک وبلل شي ؟ په داسې حال کې چې دافغانستان خلک یې په جوړیدو کې برخه نه لري او نه دافغانانو دښیګڼې دپاره جوړ شوي وي . ځینې د استعمار غلامان ، امان الله خان په دې ملامتوي چې ولې له انګریزانو څخه خپلواکي واخسته ؟ دوﺉ وایي که چیرته له انګریزانو څخه خپلواکي نه وای اخستل شوې ، نو اوس به افغانستان یو پرمختللی هیواد وای . ایایو غلام او محکوم هیواد ، په تیره بیا دیواستعماري حریص نظام محکوم ، چې ټولې مادي او معنوي شتمنۍ یې استعمار ګران لوټوي ، پرمختګ کولای شي ؟ همدارنګه دامریکې اومتحدینو داشغال په دوره کې د افغانانو ستره لاسته راوړنه دموکراسي تبلیغیږي . خو دموکراسي بې دقانون له حاکمیت اوپه دولتي چاروکې دخلکو دپراخ ګډون او ارادې په پام کې نیولو څخه پرته، دموکراسي نه شي بلل کیدای . ایا په داسې هیواد کې چې چارواکي سرترپایه په فساد کې ډوب وي اود قانون پر ځای زور حکومت کوي، دموکراسي کوم مفهوم لري ؟ د دې دپاره چې واقعیتونه ښه بربنډ شي پر افغانستان باندې د دریو یرغلګرو ځبرځواکونو په اړوند چې افغانانوته یې څومره ستونزې او کړاوونه په میراث پریښي دي ، ځغلنده نظراچوو. نو بیا به پایله راوباسوچې ځبرځواکونه دافغانانودګټو اوحقوقو څخه په رښتیا دفاع کوي او که موخه یې په سیمه کې دخپلو ستراتیژیکو ګتو او افغانانو ایل ساتل دي ؟

یوې خبرې ته پام اړول پکار دی اوهغه دا چې پرافغانستان باندې دیرغل په وخت کې ځبرځواکونو تل دهغو افغانانوڅخه کار اخستی دی چې په خپل هیواد کې دخپلورقیبانو له خوا یې ماتې خوړلې او دخپلوخلکو دملاتړ څخه نه برخمن وو اونه خپلواک . د دوﺉ پریکړې هم افغانانوته دمنلووړ نه وې اونه یې پریکړو او تړونونو کومه قانوني بڼه درلوده . نو ځکه هره پریکړه چې د دوﺉ له خواشوې ، افغانانو دهغوﺉ په وړاندې غوڅ مخالفت ښودلی اونه یې دي منلي . د بیلګې په توګه انګریزانو شاه شجاع سره په لاهور کې ده ته د تاج اوتخت دلاسته راوړو په وعده کې دافغانستان پراخه سیمې د تش په نوم قرارداد پواسطه زموږ له هیوادڅخه بیلې اوغصب کړې . همدارنګه له بند څخه د راویستل شوي دماغي ناروغه محمد یعقوب خان سره دګندمک دقرارداد په واسطه یې نورې ډیرې سیمې له افغانستان څخه بیلې اوغصب کړې . همدارنګه پر امیر عبدالرحمن خان باندې د دیورنډ دکرښې د تپلو په وخت کې عبدالرحمن خان خپلواک پادشاه نه واو دانګریزانو له مشورې پرته هیڅ بهرني هیواد سره اړیکي نه شول ټینګولای او هم یې په میاشت کې له انګریزانو څخه پیسې ترلاسه کولې . له همدې کبله د افغانستان خلکوهیڅ یو دغه غیر قانوني او تپل شوي قراردادونه نه دي منلي . روسانو هم له کار څخه ګوښه شوی بې وطنه ببرک کارمل ، چې په خلکوکې یې هیڅ ډول ښه نوم او شهرت نه درلود په غیږ کې ونیو تر څو پرې ځان ته بلنه ورکړي چې افغانستان ونیسي ، اصیل تاریخي افغان هویت یې له منځه یوسي او د شوروي اتحاد په شپاړسم جمهوریت یې بدل کړي . همداسبب و ، چې دافغانستان خلک دخپل هیواد دخپلواکۍاوخپل دین او هویت د ژغورلو په خاطر راپاڅیدل او یرغلګرواو ګوډاګیانو ته یې وښوده چې لاسپوڅي نه شي کولای دافغانانو په ملي نوامیسو ملنډې ووهي . امریکایانو هم دټول افغانستان څخه ځانله شوې دپنجشیر په ولسوالۍ کې ایساره دنظار شورا سره د میلیونونو ډالرو دورکولو اوواک ته رسولو په بدل کې فکر کاوه چې دافغانستان ستراتیژیک موقعیت څخه به د سیمې دشتمنیو په لوټیدو کې ګټه واخلي . امریکې ګڼله چې دیوڅوپه پیسو اخستل شوو اجیرو پردیپالو عناصروپه قدرت ته رسولو ، وطنپالو شخصیتونو او ځواکونوپه ځپلو سره به دوﺉ ته زمینه برابره شي چې په افغانستان اوسیمه کې د استعماري سیاست پر بنسټ دافغانستان اوسیمې د شتمنیو لوټولو ته دوام ورکړي .

اوس به په لنډ ډول پر افغانستان باندې د دې دریو ځبرځواکونو د یرغلونو اواستعماري سیاستونو له کبله افغانانو ته د اوښتو تاوانونو او دافغانستان دګټو څخه د دفاع ، پرمختګ اوترقۍ په چارو کې د دې ځبر ځواکونو په رول باندې رڼا واچول شي .

۱ ـ برتانیې له بل هر یرغلګر استعماري ځبر ځواک څخه افغان ملت ته زښته زیات کړاوونه او ستونزې په میراث پریښې او د بدمرغیو ، وروسته پاتې والي اوکمزوریو سره یې مخامخ کړی دی او تر اوسه د افغانانو په وړاندې هم هغه زوړ استعماري سیاست ته دوام ورکوي . برتانیې دخپل استعماري سیاست پربنسټ د وسله والو یرغلونو په ترڅ کې په ۱۹ پیړۍ کې ، بې له دې چې افغانان یې ګټوته ګواښ منځته راوړي ، افغانستان لاندې ویست . د ډیرو بیګناه افغانانو د وژلو عامو قتلونو اوبربادیوڅخه وروسته یې ډیره برخه ځمکه ترې بیله اوغصب کړه . څه یې ایرانیانوته دافغانانو پرضد دځان سره دودرولو دپاره ډالۍ کړه اوڅه یې روسانو ته په استعماري سیاست کې د شراکت دپاره پریښوده . دانګریزانو دې استعماري توطیې په پلي کیدو سره دافغانانو کمزوري او بې ثباتي او بهرنیانوپه وړاندې دخپلوملي نوامیسوڅخه ددفاع کولو ناتواني پیل شوه . دافغانستان ویشل او دې ویشلو ته دپاکستان په وجود کې تر اوسه دوام ورکول افغانان د سترو بدمرغیو سره مخامخ کړي دي . دویشلو همدې استعماري سیاست ته دوام ورکول دي ، چې د بهرنیو دښمنو استخباراتي شبکو د پاره یې شونې کړې ده ،چې په افغانانو کې اجیر ملکان ، ملایان ، قومي مشران منځته راوړي ، تر څو درښتیانیو ملي شخصیتونو ، ملکانو ، ملایانو او قومي مشرانو په وړاندې توطیې جوړې کړي، دقوم ، ژبې ، مذهب اوسیمې په نوم بې اتفاقیو ته لمن ووهي اویو افغان دبل افغان سره و جنګوي اویوپه بل یې له منځه یوسي . انګریزانو نه یواځې په هغه وخت کې ، کله چې دهند له نیمې وچې څخه وتل، دافغانانو په وړاندې یې استعماري توطیه سرته ورسوله او دافغانستان غصب شوې ځمکې یې چې باید افغانانو ته پریښې وای، د پنجاب سره وتړلې ، بلکې تر اوسه یې د افغانانو پرضد خپلو استعماري توطیو ته د پاکستان په وجودکې دوام ورکړ ی دی .

دافغانستان په وړاندې د انګریزانو د استعماري سیاست دوام ، چې د ډیورنډ د کرښې په واسطه یې د پاکستان په وجود کې عملي بڼه غوره کړې ده ، له افغانستان څخه د خپلې خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دخوندي کولو ، اقتصادي پرمختګ او د بهرنیو تیریو او لاسوهنو په وړاندې له ځان څخه د دفاع وړتیا اخستې ده . نوځکه همیشه زموږ هیواد د تیریو ، لاس وهنو کورنیو کړکیچونو او بې ثباتۍ سره لاس او ګریوان وي او په نړۍ کې د ډیرو بې وزلو وروسته پاتې هیوادونو په لیکه کې لومړی مقام لري . تر څو د انګریزانو اوپنجابیانوپه واسطه دافغانستان دویشلو دا ستره توطیه شنډه نه شي او افغانستان بیرته یونه شي، زموږ هیواد به هیڅکله دنوموړو ستونزو څخه وه نه وځي .

۲ـ پرافغانستان باندې د شوروي اتحاد تیری د دغه هیواد د استعماري پراختیا غوښتونکي سیاست پر بنسټ د سرو پوځونو په غلچکي یرغل سره سرته ورسید. دا یرغل بې له کومې مخکینۍ خبرتیا ، پلمې او لمسونې پر یو دوست ګاونډي هیواد باندې د غدارۍ ډک یرغل و. په دې یرغل سره یې د تیري په لومړیو شیبوکې د یوخپلواک ، ناپییلي سوله غوښتونکي هیواد برحال جمهور رییس ،حفیظ الله امین ، دخپلو زامنو او ګڼ شمیر افسرانو اوسربازانو سره په قتل ورسول . دګوند او دولت هغه مشران چې د شورویانو دتیري او لاسوهنو سره یې ضدیت درلود، په زندان کې واچول . څه یې اعدام او څه یې دبند په اوږدو مودو محکوم کړل . داسې یو دولت یې رانسکور کړ چې په جوړیدو کې یې هیڅ یو بهرني هیواد برخه نه درلوده ، د افغانانو دمطلق اکثریت د ملاتړ څخه برخمن و او دنړۍ ګڼ شمیر هیوادونو سره یې دوستانه او دیپلوماتیک اړیکي درلودل . د ملګروملتونو دسازمان ، ناپییلوهیوادونو دغورځنګ اواسلامي هیوادونو دکنفرانس فعال او بشپړ غړی و . شورویانو دیوملي خپلواک دولت دنسکوریدو څخه وروسته پرافغانانو دیو لاسپوڅي ګوډاګي دولت په تپلوسره غوښتل د افغانستان غوره جیوستر اتیژیک موقعیت څخه د شوروي اتحاداستعماري سیاست په ګټه کار واخلي او دې موخې ته د رسیدو دپاره د ببرک کارمل لاسپوڅی حکومت ، چې د شوروي د شپاړسم جمهوریت په توګه افغانستان د شوروي اتحاد سره یوځای کړي ، قدرت ته ورسوي . دا هسې دعوه او احساساتي خبرې نه دي ، بلکې دهغه وخت د شوروي اتحاد دلوړ پوړ و چار واکو د لیکنو او شوروي اتحاد د نقشې له مخې یوه رښتیا خبره ده . خود روسانو او د دوﺉ د لاسپوڅو په وړاندې دافغانستان دخلکو سرتاسري پاڅون د دې سترې توطیې مخه ونیوله .

څرنګه چې افغانان نه یواځې دپردیو تر واک لاندې ژوندکول نه غواړي ، بلکې دپردیو دلاسپوڅو تر واک لاندې هم ژوند کول ورته عار او شرم ښکاري . نو ځکه نه یواځې د تیري کوونکو ،بلکې دلاسپوڅوحکومتونو په وړاندې هم مقاومت او جګړه ضروري ګڼي . شورویانو دخپلو او لاسپوڅو دپښوټینګولو په خاطر په ډیر وحشت سره د دوه میلیونه افغانانو په شاوخوا کې له منځه یوړل ، همدومره یې معیوب او معلول کړل او د شپږو میلیونو افغانانو په شاوخواکې یې خپلو کو ر اوکلي پریښودو ته اړویستل اوافغانستان یې په کنډوالواو شاړو بدل کړ ،خو دافغانانو مقاومت یې مات نه کړ .

تیري کوونکو دخپلواو خپلو لاسپوڅو دپښو ټینګولو دپاره له ډیرو ناوړه توطیو څخه کار واخیست اودخپلو اجنټانو په واسطه یې دقوم ، ژبې ، مذهب اوسیمې په نومونو دافغانانو د بې اتفاقه کولو دپاره هلې ځلې وکړې ، خو پښې یې ټینګې نه شوې . تیري کوونکواولاسپوڅو هلې ځلې وکړې چې نور قومونه دپښتون قوم سره په خپل منځ کې په قومي جګړواخته او بوخت کړي اوپه دې ډول ددوﺉ په وړاندې دافغانانو مقاومت کمزوری کړي . خو تر څو تیري کوونکي له افغانستان څخه وتلو ته نه وو مجبور شوي ، دغه توطیه یې هم ونه چلیده .

د شورویانو په تیري سره افغانانو ته ستر مصیبتونه اوستونزې ورپه برخه شوې ، چې لاتر اوسه څلور دیرش کاله وروسته هم ځان له دغو ستونزو ، کړاوونو اومصیبتونو څخه نه شي ژغورلای . د شورویانو په تیري سره افغانستان دمختلفو ځبر ځواکونو او سیاسي – اقتصادي سیستمونو په منځ کې دساړه جنګ په ډګر بدل شو او دځبر ځواکونو دګټودپاره ،په تیره بیا دامریکې اوشورو ي اتحاد دګټودپاره په میلیونونو بیګناه افغانان له منځه ولاړل اوهیوادیې په شاړو او کنډوالو ، چې لا تر اوسه نه شي جوړیدای ، واوښت .

دشورویانو په تیري او پر افغانانوباندې دیو ګوډاګي حکومت په تپلو سره په هیواد کې دملي زعامت تشه منځ ته راغله او افغانستان دنورو هیوادونو ، په تیره بیا دګاونډیو هیوادونو دتیریو، لاسوهنواواستخباراتي سازمانونو دفعالیتونو ډګروګرځید ، چې لاتر اوسه دجګړو ، نا امنۍ، بې ثباتۍ سره لاس او ګریوان دي .

دا پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد وسله وال تیری و، چې افغانستان یې دنړیوالو ترهګریزو فعالیتونو او مخدره موادو دکرکیلې او قاچاق مرکز باندې بدل کړ. له تیري څخه مخکې ترهګریزوفعالیتونو او مخدره موادو کاروبار وجود نه درلود او افغاني ټولنه د داسې او نورو ټولنیزو ناروغیو لکه رشوت ، اختلاس او احتکار څخه روغه او پاکه ټولنه وه .

پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد په تیري سره نورو تیري کوونکو هیوادونو او ځواکونو ته پلمه په لاس ورغله چې د افغانستان په کورنیو چاروکې لاسوهنې زیاتې کړي او تیری پرې وکړي . د شورویانو په واسطه پر افغانانو باندې دیو ګوډاګي حکومت په تپلو سره د ملت او حکومت ترمنځ واټن منځته راغی او له دغه واټن څخه بهرنیو هیوادونو ګټه پورته کړه او په نړیواله کچه دحکومت تجریداو بهرنیو ، په تیره بیا ، ګاونډیو هیوادونو لاسوهنو ته شرایط برابر شول .

په لنډ ډول دا پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد خاینانه تیری و، چې پر افغانستان باندې یې دنوروهیوادونو ، په تیره بیا دامریکې متحده ایالتونو او متحدینو لاسوهنو او تیري ته زمینه برابره کړه او افغانستان یې د دریو لسیزو څخه زیات د جګړو په اور کې وسیزه او دبې ثباتۍ او فسادپه بحران کې یې هر څه له لاسه ورکړل او اوس دډیرو محرومو اوبیوزلو هیوادونو په لیکه کې شمیرل کیږي .

۳ـ پر افغانستان باندې د امریکې دمتحده ایالتونو او ناټودنوروهیوادونو یرغل ، چې دتروریزم سره د مبارزې په پلمه او افغانانو ته دسولې اوثبات په منځته راوړو ، دموکراسۍ ، ترقۍ او ښه ژوند ته د رسیدو تر شعارونو لاندې سرته ورسید. دایرغل د افغانستان او افغانانو دپاره ډیر ستونزمن ،له غمونو،کړاوونو او مصیبتونو څخه ډک یرغل تمام شو . پر افغانستان باندې دامریکایانوپه یرغل سره دجګړو نوې بڼې په مظلوم افغان ولس باندې وتپل شوې او له ډیرو مغلقو وسلو او جګړه ایزو لارو چارو څخه کار واخستل شو . پیچلو استخباراتي فعالیتونو ، پیلوټ لرونکو او دبې پیلوټه امریکایي الوتکو څخه کار اخستل اوځان مرګي چاودنو د ډیرو بیګناه افغانانو د له منځه وړو ، ټپي کیدو اوپه سلګونو زره بیګناه افغانانو دخپل کور کلي اوسیمې څخه د کډوال کیدو سبب شول اوافغانان یې دیوې رښتیانۍغمیزې سره مخامخ کړي دي .

پر افغانستان باندې دامریکې متحده ایالتونو تیری دتروریزم سره دمبارزې تر پلمې لاندې ، په داسې حال کې چې هیڅ یو افغان د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په پیښو کې ګډون نه در لود ، یواځې د امریکې د استعماري پراختیا غوښتونکي سیاست پر بنسټ سرته ورسید . امریکا ځان ته حق ورکوي چې د خپلو استعماري ګټو لاسته راوړو دپاره دیوې امپراتورۍ په څیر عمل وکړي . هر ځای په هر هیواد اوسیمه کې چې شتمنۍو ویني ، هغه د خپلو ګټوساحه وګڼي ، ځان ورورسوي ، پلمې جوړې کړي او یرغل پرې وکړي . پرافغانستان باندې دیرغل د پاره دامریکې پلمه دالقاعدې سره دطالبانو اړیکي ښودل شوي دي . امریکا القاعده د سپتمبر د پیښو مسؤله ګڼي ،چې په ټولې دنیا اوپخپله په امریکاکې یې هم شبکو شتون درلود ، خویرغل په مظلوم افغانستان کوي . دا په واقعیت کې دتروریزم پر ضد یرغل نه و ، بلکې دافغانستان دغوره جیوستراتیژیک موقعیت دلاسته راوړو او له افغانستان څخه دمنځنۍ اسیا او منځني ختیز دتیلو اوګازو ذخیرو ته د لاس رسي دپاره یرغل و. چې له همدې کبله یې بې له ځنډه دعراق دتیلو دخپلولو دپاره استعماري پراختیا غوښتونکې جګړه پیل کړه . نو ځکه هغه څه چې امریکایي یرغلګرو دافغانستان خلکوته ورکړل په غوڅ ډول د دوﺉ د استعماري ګټودپاره وو نه دافغانانو دګټودپاره . د دوﺉ کړنو له یرغل څخه مخکې د دوﺉ د پروپیګنډو سره بشپړ ضدیت درلود . لکه :

په زرګونو بیګناه افغانان یې د تیري په لومړیو ورځو کې د ب ـ ۵۲ الوتکو د درنواو ځواکمنو بمونو په بمباریو کې له منځه یوړل او په سوونو کورونه یې په کنډوالوبدل کړل . همدارنګه د هوایي الوتکو په ملاتړ سره یې د دوستم اوزبک ملیشې او نظار شورا ته زمینه مساعد کړه چې په زرګونو طالبان د نړۍ دټولوبشري قوانینو اوحقوقو سره په مغایرت کې دلیلې په دښته ، دمزار شریف په جنګي قلا او له کندز څخه تر مزار شریف د لارې په اوږدو کې په کانتینر ونو کې دنسل وژنې او جنګي جرمونو په سرته رسولو سره له منځه یوسي اوله دې وروسته په شمال کې ډیر پښتانه د طالب په نوم وځپي.

یواځې په دې معیار چې په امریکایانویې په ډالرو ځانونه خرڅ کړي وو او عام وژنه کې یې دامریکایانو په ملاتړ دجنګي جنایتکارانو رول لوبولی و، امریکې خپل لاسپوڅي او ګوډاګیان ، چې په قتل ، غصب او فساد کې یې بشپړ شهرت درلود دحکومت دډیر صلاحیت لرونکو چارواکو په څیر پر افغانانو وتپل . ددې کسانو په تپلو سره چې تل یې په قانون ماتونه ، ظلم او زور کې وخت تیر شوی دی ، په هیواد کې قانون ماتونه او فساد خپلې لوړې کچې ته ورسیدل .

پر افغانستان باندې له یرغل څخه مخکې امریکایانو ، انګریزانو او نورو متحدینو یې افغانانوته وعدې ورکولې، چې تیرې تیروتنې به سمې کړي او د افغانستان په بیا رغاونه کې به دافغانانو سره بې غرضه مرستې وکړي . په افغانستان کې به سوله اوثبات منځ ته راشي او د دموکراسۍ نظام به ټینګ شي او دافغانانو د ژوند سطحه به لوړه شي . خو دامریکایانو او متحدینو دوعدو سره په مخالفت کې په افغانستان کې د سولې او ثبات پرځای جګړې ، ناامنۍ ،بې ثباتي اودجګړه ایزو فعالیتونونوې بڼې رامنځته شوې ،چې په کې سلګونوزره افغانان مړه ،ټپیان او دخپلوکورونو اوکروندو څخه کډې کولو ته اړویستل شول . په خپل وطن کې بې وطنه ، لوږې ، ناروغیو اونورو بې شمیره ستونزو، غمونو ،کړاوونو او بدمرغیو سره مخامخ شول .

یواځې یو څو لاسپوڅي ، د هیواد او خلکو دملي ګټواوملي یووالي دښمنان دملی اوشخصي شتمنیو په غصبولو او د بهرنیو لوټمارانو سره په فساد او غلاکې دشریکیدو له کبله میلیاردران شول . همدا د امریکې د استعماري سیاست یوه ستره موخه جوړوي چې یو لږ شمیر د دوﺉ لاسپوڅي او اجنټان د افغاني ټولنې سیاست ، اقتصاد او نظامي واک په خپل لاس کې ولري او نور مطلق اکثریت خلک په تنګسه ، غربت ، محرومیت او احتیاج کې وساتي . همدا سبب دی چې زموږ په هیواد کې دامریکې په مرسته ددلالو سرمایه دارانو ، چې دامریکایي کمپنیو دپاره کار کوي او نړۍ او سیمې د نورو وینو څښونکوسره دافغانانو په لوټولو کې شریک دي، په فساد اخته یوقشر منځته راغلی دی . ددوﺉ پانګه اچول یواځې په تجملي شیانو دپیسو د ډیرولو دپاره ده ، نه د هیواد دبیخبناد تقویې او افغانانو ته په خپل هیواد کې د کارونو دپیدا کولواو د نورو هیوادونو له احتیاج څخه دافغانانو دژغورلو اواړتیاوو دپوره کولو دپاره .

په افغانستان کې دامریکې او ناټودوسله والو ځواکونو د شتون په موده کې دمخدره موادو کر کیله او قاچاق دبل هر وخت څخه زیات دافغانستان په ټول تاریخ کې خپلې لوړې کچې ته ورسید اوپه نړۍ کې یې لومړی مقام غوره کړ . له یومیلیون څخه زیات افغان ځوانان په مخدره موادو معتاد دي او دا شمیر ورځ په ورځ زیاتیږي . دا په واقعیت کې د استعماري سیاستونو یوه ډالۍ ده چې دافغانانو په نصیب کیږي . په افغانستان کې دمخدره موادود کر کیلې اوقاچاق په زیاتیدو کې نړیواله مافیا ،چې زموږ په هیواد کې د بهرنیو هیوادونو د وسله والو پوځونو دمرستې او امکاناتو څخه برخمنه ده ،پوره لاس لري . همدارنګه ددولت لوړ پوړي ځینې چارواکي چې دنړیوالې مافیا سره اړیکي لري، دافغان ملت سره په دښمنۍ کې بې برخې نه دي . دګاونډیو هیوادونو ،په تیره بیا ایران او پاکستان ، چې دافغانانو په وړاندې له دښمنۍډک دریځ لري ، دافغان ځوان نسل په معتاد کولو کې بې برخې نه دي .

د ملګروملتونو دبشر دحقوقو داصولوسره سم هیڅوک بې دیوې عادلانه محکمي او دجرم د اثبات نه پرته مجرم نه ګڼل کیږي او بې دمحکمې له حکم څخه په سزا نه رسیږي . هر څوک چې د ملګرو ملتونو د اصولوڅخه په مغایرت کې بې د محکمې دحکم څخه خلک په قتل رسوي، دا په ښکاره جنګي جرم او ترورول دي . دولس کاله کیږي چې د امریکې جنګي جټ پیلوټ لرونکې الوتکې او بې پیلوټه الوتکې د محکمې دحکم څخه پرته د بیګناه افغانانو په وژنه لګیا دي . چې په نتیجه کې په زرګونو بیګناه افغانان دښځو او ماشومانوپه ګډون د ډیورنډ دکرښې دواړو خواوو ته له منځه تللي دي او د بیګناه خلکو دا مرګ ژوبله هم داسې روانه ده . خوامریکایان پروپیګنډې کوي چې د تروریزم پرضد مبارزه کې دوﺉ حق لري چې له دا ډول بمباریو څخه کارواخلي . یانې د تروریزم سره مبارزه په تروریزم وکړي او کله چې دخپلوجاسوسانو په واسطه ورته یومشکوک څوک وښودل شي ،نو لس نور بیګناه ښځې او ماشومان ورسره یوځای دمرګ کومي ته سپاري . دغه دی امریکایي عدالت او په افغانستان کې دتروریزم پرضد د یو ځبر ځواک ( دامریکې دمتحده ایالتونو ) مبارزه .

دامریکې او ناټو د ۱۵۰ زره نه زیات وسله والو ځواکونوپه موجودیت کې نه یواځې دا چې دګاونډیو هیوادونو ، په تیره بیا ، د پاکستان او ایران لاسوهنې ، تیري اوپر افغانانو باندې د ډول ډول ستونزو او سپکاویو تپل بند نه شول ، بلکې لا پسې زیات او درسوایي کچې ته ورسیدل . خوامریکایانو اومتحدینو یې سترګې پټې کړې او هیڅ یې ونه لیدل ،نو په څه ډول بیا افغانان به دا تمه ولري چې امریکابه د افغانانو سره ددوﺉ دحقوقو په ساتلو او لاسته راوړو کې مرسته وکړي .

امریکایانو په ډاګه کړه چې د انګریزانو او پنجابیانو په واسطه پر افغان مظلوم ملت تپل شوې د ډیورنډ توره کر ښه، چې دافغانستان د ویشلو او دیوې لوې برخې خاورې دغصبولود پاره راښکل شوې ده ، دافغانستان اوپاکستان تر منځ د یو ڼړیوال برید په څیر پیژني . دا په واقعیت کې دیواستعماري سیستم پربنسټ دافغانانو سره دامریکې چلنددی ، چې د دوست له خوا نه ،بلکې دښمنان یې پر مخ بیایي . نوبیا په کوم منطق له امریکایانو څخه غوښتل کیږي چې د افغانستان له ګټوڅخه دفاع وکړي اودخپلوژمنوسره سم له افغانستان څخه خپل ځواکونه ونه باسي . په دې کې تر هرچا زیات هغه کسان ډیرې چیغې وهي چې د امریکایانو په مرسته یې سیاسي واک لاسته راوړ ، دخلکو شخصي او ملت عامه شتمنۍ یې غصب کړې اوپه ظلم او فساد کې یې په نړۍ کې لومړی ځای ونیو ، نورهم غواړي دامریکایانو په زور لاسته راغلې واکمني او شتمنۍ وساتي .

د تروریزم سره دمبارزې تر پلمې لاندې دپښتنو سره ښکاره دښمني او ددې قوم عام وژنه هیڅ یوافغان ته دمنلو وړ نه ده . افغانستان یو ډیر قومیز هیواد دی او ټول قومونه پکې تل د ورونو په څیر اوسیدلي دي . ددې قومونو تر منځ دښمنیو ته لمن وهل دبهرنیو استعمارچیانو او د دوﺉ دګوډاګیانو کار دی ، چې افغانان ورته دکرکې په سترګه ګوري . دا هیڅ شونې نه ده چې د یوقوم په بربادۍ سره دې نور قومونه ابادشي . افغانستان دټولو افغانانو شریک کوردی . ټول افغانان مکلف دي چې دخپل شریک کورڅخه دفاع وکړي . په دې شریک کور کې دیوقوم بربادي دټول کور بربادي ده او دهر قوم ابادي دټول کورپه ابادۍ کې ده . نوځکه دپښتون قوم بربادي دافغانستان بربادي ده . له همدې کبله امریکا اویاران یې باید د پښتنو له بربادۍ نه لاس واخلي، داستعمار ،ایل کولو او ځپلو سیاست دې پریږدي ، ټولو افغانانو ته دې په یوه سترګه وګوري او د متقابل درناوي او متقابلو ګټو پر بنسټ ټولو افغانانو سره یوشان چلند وکړي .دافغانانو ترمنځ د توپیري او تعصبي چلندڅخه ،چې دافغانانو ترمنځ د بې باورۍ سبب کیږي، ډډه وکړي . دابه دټولو په ګټه وي .

څه باید وشي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات ټینګ شي . افغانان لکه د پخوا په څیر یوبل باندې دباور په لرلوسره په ګډه د خپل هیواد دخپلواکۍ ،ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي . دافراط اوتفریط څخه خلاص یو رښتیانی عادل اسلامي نظام منځته راوړي . تر څو له بهر څخه تپل شوې د جګړو دا اوږده غمیزه پای ته ورسیږي اودافغان ملت په وړاندې ټولې کورنۍ اوبهرنۍ توطیې شنډې شي او دپرمختګ اوسوکالۍ ټول شرطونه منځته راشي . نو هله به په خپلوپښوولاړ دهر ډول بهرنیو لاسوهنو او تیریو مخه نیولو کې یوځواکمن افغانستان منځته را شي ، چې دبل چا په پښو نه ، بلکې په خپلو پښو ولاړ وي او له ځان څخه دفاع وکړای شي . نوځکه :

ـ تجروبو ښودلې ده ،چې دبهرنیو وسله والو ځواکونو دشتون په صورت کې زموږ په هیوادکې د سولې اوثبات ټینګیدل اود یو ځواکمن په خپلو پښو ولاړ ملي وسله وال پوځ منځته راتلل ستونزمن کاردی . دبهرنیو وسله والو ځواکونو شتون یواځې په سیاسي واک باندې د هغوچارواکو دپاتیکیدومانا لري ، چې په فساد مشهور او د شخصي اوملي شتمنیو غاصبین دي اوله بهرڅخه په افغان ولس تپل شوي دي . د ناټو او امریکې وسله والو ځواکونو خپلسریو او ړندو بمباریو په ز رګونه بیګناه افغانان ، چې ډیر یې ښځې او ماشومان وو،په شهادت رسولي دی اودافغانانو عنعنو ،ملي اومذهبي ارزښتونوته په نه درناوي کولو تورن دي . له همدې کبله دافغانستان خلک په خپل هیواد کې دبهرنیو هیوادونو د وسله والو ځواکونو په شتون خوښ نه دي . یواځې هغه کسان او ډلې په افغانستان کې دبهرنیوهیوادونو وسله وال ځواکونه غواړي ، چې د همدې ځواکونو په مرسته قدرت ته رسیدلي دي ، دخلکو اوملت شتمنۍ یې غصب کړې دي ، دخپلو شخصي ګټو او په سیاسي قدرت کې دپاتې کیدو د دوام په خاطر نه غواړي په هیواد کې جګړې پای ته ورسیږي او تلپاتې عادلانه سوله او ثبات منځته راشي .

ـ ټول هغه دولتي چارواکي او جنګسالاران چې د بهرنیووسله والو ځواکونو له لارې پر افغانانو تپل شوي دي او د فساد او بې کفایتۍ بوی یې ټول هیواد نیولی دی په خپله خوښه نور د دولتي چارو سرته رسولو څخه ځانونه په ډډه کړي او د اشخاصواوملت ټولې غصب کړې شتمنۍ دې پخپله ملت ته وسپاري . ترڅوبیا د جبري مصادرې اوسزا سره مخامخ نه شي . هغه ورځ راتلونکې ده چې دویښ ملت له خوابه ظالمان ، مفسدین او غاصبین دقانون منګولو ته سپارل کیږي .

ـ کیدای شي چې دافغانستان خپل وسله وال پوځونه په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګیدو او له بهر څخه د هر ډول تیري په مخنیوي کې خپله وړتیا جوته کړي . په دې شرط چې دا پوځونه په ملي روحیه او د خپلو ملي دندودسرته رسیدو په مکلفیت باندې په پوهیدو سره وروزل شي . دهر ډول تنظیمي ، قومي ، ژبني او مذهبي تعصباتو اوتمایلاتو څخه پاک او یواځې دافغانستان دملي ګټو پربنسټ او داسلام مقدس دین د ارزښتونو سره سم دافغانستان د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړ تیا څخه ددفاع په لار کې هر ډول سرښندنو ته چمتووي . ملي وسله وال پوځ باید دټول ملت استازی او دافغانستان دخلکو ملي ګټوڅخه دفاع ته ژمن پوځ وي اودافغانستان دکورنیو زیرموڅخه تمویل شي .

ـ له افغانستان څخه دبهرنیووسله والو ځواکونو د وتلو په صورت کې په افغانستان کې داوږدو جګړو دپای ته رسیدو په خاطر دجګړې ټول اړخونه په سیاسي قدرت کې دپاتې کیدو اویاسیاسي قدرت ته درسیدو دپاره جګړوته دوام ورنه کړي اوټول اختلافونه د سوله ایزو لارو په واسطه اوار کړي . دافغانانو دملي نوامیسوڅخه د دفاع په خاطر دې دجګړې ټول اړخونه دخپلوټولووسلو اومهماتوسره دافغانستان واحدپوځ کې دیوځانګړي مکانیزم پر بنسټ سره یوځای شي اوپه ګډه دې د خپل هیواداوخلکو څخه دفاع وکړي . دهر ډول تخریب اوورانکاریو مخه ونیسي، ټول بهرنيان دې په هرنوم چې وي، د دیورند دکرښې دواړو خواووسیمو څخه وباسي اویایې بې وسلې کړي ، تر څو دهر ډول بې مسؤلیته کړنواو توطیو جوړولو، لکه دښونځیو سوزیدو اوقومي مشرانو اوملي اشخاصو د وژل کیدو، مخه ونیول شي .

ـ دډیورنډ دکرښې دواړو خواوو طالبان ، کوم چې ځانونه خپلواک افغانان بولي ، کولای شي د طالبانو په یوواحد تحریک کې راټول شي . د ډیورنډ دکرښې ډواړو خواووطالبانو یووالی به د دې کرښې په واسطه د انګریزانواو پنجابیانوله خوا دافغان واحد ملت د ویشلو توطیې په شنډیدو کې اغیزناک تمام شي اوهم به دوﺉ په خپل طبیعي ،ستر او تاریخي افغانستان کې د یو رښتیاني، دهر ډول افراط او تفریط څخه خلاص، یو عادل اسلامي نظام په ټینګیدو کې خپلې موخې ته ورسیږي . دا موخه کیدای شي د ټاکنو له لارې، چې دټاکنوداوسني کمیسیون تر سرپرستۍ لاندې نه بلکې دډیورنډ دکرښې دواړوخواووافغانانو دیوې نوې دعلماوو ،روحانیونو ، قومي مشرانو ،ملي شخصیتونواو روښانفکرانوداستازو څخه جوړې شوې شورا تر سرپرستۍ لاندې سرته و رسیږي ،تر لاسه شي . یقین دې چې دیو رښتیاني عادل اسلامي خپلواک نظام ، چې دهر ډول تعصب ،فساد، افراط او تفریط څخه پاک وي ، دمنځته راتلواوټینګیدو په خاطر به دافغانستان ټول مسلمان او متدین ملت دداسې نظام د ټینګیدو ننګه وکړي .

ـ له هغه وخت څخه چې انګریزي استعمارچیانو افغانستان په زور ، مکر اوفریب او توطیو سره په ټوټو وویشه ، افغانان د بهرنیوهیوادونو، په تیره بیا د ځبر ځواکونو، د لاسوهنو ،تیریو او توطیوسره لاس اوګریوان دي اوجابرانو په پرله پسې ډول یو په بل پسې د دې مظلوم ملت د ځپلو دپاره له هیڅ ډول ظلم زور څخه ډډه نه ده کړې . انګریزانو د ویشلو له لارې زموږ هیواد دومره کمزوری کړ چې د بیرته یو کیدو او دنورو دتیریو ، لاسوهنو او توطیو په وړاندې یې له ځان څخه د دفاع وړتیا له لاسه ورکړه . ترڅو افغان سترملت له ځان څخه د دفاع وړتیا بیرته لاسته رانه وړي له اوسنۍ غمیزې څخه د وتلو بله لار نه لري . دا وړتیا یواځې د ډیورنډ د کرښې په واسطه د ویشل شوي افغانستان د ټولوخلکو په بیرته یوکیدو کې نغښتې ده .

ـ په ویشل شوي افغانستان باندې د لاس پوڅو حکومتونو په تپلو ، په پیسو او نورو امتیازونو سره د ځانغوښتونکو په اخستلو ، دافغانانو دنوروکمزوریو لکه دقوم ،ژبې او مذهب بې اتفاقۍ او دسیاسي پوهې دکمزورتیا له کبله د دوست او دښمن په نه پیژندلو، تر اوسه پورې انګریزانو او پنجابیانو وکړای شول افغانان په دې یوویشتمې پیړۍ کې هم په اسارت کې وساتي او دنورو افغان دښمنه ځواکونوسره په ګډه افغان سترملت د ډیر وروسته پاتې ، بې هویته، دنړیوال مدنیت څخه لیرې ،دمخدره موادو او تروریزم د ځالې په څیر د نړۍ خلکوته وروپیژني اوپه دې دول هغه وحشت او د بشریت ضدکړنې چې انګریزانو ، روسانو ،امریکایانو ، ګاونډیانو او نورو افغان دښمنه یرغلګرو ځواکونو ددې ستر ملت د ځپلو اوبې هویته کولو دپاره سر ته رسولي دي، دنړۍ دخلکوله نظر څخه پټې کړي .

ـ دافغانستان په ټول معاصر تاریخ کې رښتیانیو دیني عالمانو ، روحانیونو،قومي مشرانو او دسیاست اوقلم په ډګرکې ملي شخصیتونو او روښانفکرانو پر افغانستان باندې د بهرنیو هیوادونو دیرغلونو ، لاسوهنو او توطیوپه وړاندې دافغانستان دخلکو په مقاومت او له ځان څخه ددفاع په پاڅونونو کې دمخکښانو او لار ښوونکو رول لوبولی دی . دافغانانو له روانې غمیزې څخه د ژغورلود پاره ،چې دستر طبیعي او تاریخي افغانستان په ټولو برخوکې افغانان ورسره یوشان مخامخ دي ، د دوﺉ هیوادپال دریځ به د ویشل شوي افغانستان په بیرته یووالي کې ، چې له غمیزې څخه د وتلو دپاره لومړنی شرط دی ، غوڅ رول و لوبوي . همدارنګه دویشل شوي افغانستان دبیرته یووالي ، په اسلامي اوملي روحیه باندې د افغانانو د ځوان نسل روزلو او زموږ په بیرته یوشوي ستر او واحدافغانستان کې ، دهر ډول افراط او تفریط څخه پاک عادل اسلامي نظام د ټینګولودپاره د ډیورنډ دکرښې دواړو خواو افغانستان کې دعلماوو ، روحانیونو ، طالبانو، قومي مشرانو ، سیاسي او ملي شخصیتونو او روښانفکرانو دیووالي په مرسته د ټولوخلکویووالي ته اړتیا ده . د ډیورند دکرښې دواړو خواو خلکو په یووالي سره به ویشل شوی افغانستان بیرته یوشي اوپه یوشوي افغانستان کې به دهر ډول ناپوهۍ، مخدره موادو کرکیلې اوقاچاق، خپلمنځي دښمنیو ، ځانځانیو،ترهګریزوفعالیتونو مخه و نیول شي اوپه دې ډول به له بهر څخه د استخباراتي شبکو په واسط د توطیو جوړول او د عالمانو اوقومي مشرانو له منځه وړل پای ته ورسیږي . زموږ په دې ستر ، تاریخي او طبیعي افغانستان کې به دبهرنیو لاس وهنو مخه ونیول شي او دټولو افغانانو دهیلو سره سم به درڼو ټاکنو له لارې یو رښتیانی عادل اسلامي نظام، چې هیڅ ډول فساد ، تعصب او افراط اوتفریط پکې شتون ونه لري ، ټینګ شي .

ـ زموږ په بیرته یوشوي ستراوځواکمن افغانستان کې دخلکو دهیلوسره سم د ټاکنو له لارې دیو رښتیاني عادل اسلامي نظام په ټینګیدو سره به په ټول هیواد کې تلپاتې سوله او ثبات منځته راشي اواسلامي قانون به حاکم وي . نوربه د نورو هیوادونو اتباعو ته ضرورت نه وي اونه به شي کولای چې په افغانستان کې بې مسؤلیته وسلې وګرځوي او داسې کارونه سرته ورسوي چې د اسلام دمقدس دین د ارزښتونو، افغانانو دملي ګټو اوخلکو دسوله ایز ژوند سره مغایرت ولري . دوﺉ به یاخپلو خپلو هیوادونو ته ځي اویا به بې وسلې کیږي او دقانون سره سم به دمهاجرینوپه څیر په افغانستان کې په سوله کې اوسیږي . افغانستان به په کم وخت کې نه یواځې په سیاسي برخه کې یو خپلواک هیواد وي ،بلکې په نظامي او اقتصادي برخو کې به هم په خپلوپښو ودریږي او په دې سره به زموږ افغاني ټولنه په ټوله نړۍ کې دسولې او ثبات په لرلواو دهرډول فساد څخه په پاکوالي سره دنړیوالو پام ځانته واړوي . چې بیا نور هیوادونه به دنړیوالو او افغانستان د قوانینو سره سم دمتقابلو ګټو ، متقابل درناوي اویوبل په کورنیو چارو کې دنه لاسوهنې د اصولو پر بنسټ سیاسي ـ دپلوماتیک او دوستانه اړیکي ټینګ کړي ، زموږ په هیواد کې پانګې واچوي او بې غرضه مرستې سرته ورسوي .

ـ که امریکا، نورځبر ځواکونه او ګاونډي هیوادونه غواړي چې په افغانستان ، سیمه اونړۍ کې سوله او ثبات منځته راشي او په افغانستان کې دجګړو بل شوی اور دې هیوادونو ته خپور نه شي ، نو دافغانستان خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ اوځمکنۍ بشپړتیا ته دې درناوی وکړي . زموږ دهیواد په چاروکې دې د لاسوهنوڅخه ډډه وکړي او نور دې دافغانستان ویشلو ته دوام نه ورکوي . غاصبین دې دافغانستان غصب شوې ځمکې په خپله خوښه افغانانو ته پریږدي او په دې یوویشتمې پیړۍ کې دې پر افغانانو باندې د استعماري سیاست له تپلو څخه تیر شي . پاکستان دې نور د افغانانو دمحکوم ساتلو او ځپلو څخه لاس واخلي او ځان دې دافغان ولس دقهر او کرکې سره نه مخامخ کوي . د امریکې اونورو ځبر ځواکونو په ګټه ده چې دافغانانو سره د دښمنۍ پر ځای یوبل ته د درناوي او متقابلوګټوپر بنسټ اړیکي پیاوړې کړي او دافغانانوله ځپلو په تیره بیا د پښتنو له عام وژنې څخه لاس واخلي . نور دې هلې ځلې نه کوي چې داسې کسان پر افغانانو د واکدارانو په څیر وتپي چې په ټوله نړۍ کې په فساد او بې کفایتۍ مشهور دي . د امریکې او نورو ښکیلو هیوادونو په ګټه ده چې پرافغانانوباندې د خپلو لاسپوڅود تپلو پر ځای د ټو ل افغان ملت سره بې غرضه مرستې وکړي او دافغانانو په اړوند د استعماري سیستم پر بنسټ له چلند څخه تیر شي . دا د افغان ستر ملت سره دوستي نه ده چې دامریکې متحده ایالتونه د د دیورند دکرښې په واسطه د افغانستان د ویشلو توطیه، چې دانګریزانو او پنجابیانو داستعماري سیاستونو دموخو سره سمه دوام لري ، تایید او ملاتړ ترې وکړي . افغانان به خپله خپلواکي پخپله ګټي ،خو دخپل حق دپاره د مبارزې په ترڅ کې به دوستان او دښمنان هم پیژني . که د ستر افغانستان د ملي وطنپالو شخصیتونو او ځواکونو د یووالي په نتیجه کې ستر افغان ویشل شوی ملت بیرته یوشو، پورتنۍ ټولې هیلې به هرومرو سرته رسیږي . د ډیورنډ دکرښې دواړو خواوو ملي وطنپال شخصیتونه او ځواکونه نور په دې پوهیږي چې تر څو دانګریزانو او پنجابیانو په واسطه دافغان ستر ملت د ویشلوتوطیه شنډه نه شي او دا ویشل شوی ملت بیرته یونه شي تر هغې پورې پر افغانانو باندې دبهرنیو جابرانو او تیري کوونکو تیري ،ظلمونه ، توطیې اود محرومیتونو تپل پای ته نه رسیږي . له دې کبله ټول وایي چې نشت دې وي د ډیورنډکرښه ! یو او ژوندی دې وي افغان سترملت ! ورک دې وي دافغانانو دیووالي دښمنان !
ومن الله التوفیق