کور / هراړخیز / له منځه تللي بنسټونه، نوي اساسات

له منځه تللي بنسټونه، نوي اساسات

افغانستان يو ګڼ مليتى، مذهبي او عقيدتي هيواد دى. دغه درو متضادو ، سره نږدې او لازم او ملزومو کلمو د دې هيواد حالات له پېړيو راهيسي ګډوډ کړي دي او تر دې دمه ډېر کم واکمن چي د دغو درو متضادو پديدو د مهار ولو تومنه پکښي موجوده وه په دې توانيدلي چي په ډېر برياليتوب سره د هيواد چاري مخ ته يوسي او ډېر ماهرين يې د ډېر وخت او لږ ماهره خلګ يې د لږ وخت لپاره بريالي سوي دي، مګر تر دې دمه هيڅوک بريالي سوي نه دي چي د دې کړېدلي هيواد بې سواده او ناخبر اولس ته يو داسي سيسټم په لاس ورکړي چي تل پاتى وي او ټولنه و هيواد د هغه سيسټم په چوکاټ کي په متوازنه توګه مخ ته ولاړ سي.

علْىحضرت محمد ظاهر شاه(د ملت بابا ) يو له هغو کسانو څخه وو چي د دې هيواد په ټولو حساسيتونو پوه وو او دغه درې کلمې يې په صحي توګه ښې پېژندلي او د هري کلمې شاليد په ښکاره توګه ور معلوم وو نو ځکه په دې و توانېدى چي څه کم څلوېښت کلونه د دې جنجالي خاوري ټول اولس ده يو داسي سيسټم تابعداره کړي چي هيڅ چا ته يې تاون نه رسېدى.

هغه په دې پوهېدلى وو چي په دې هيواد کي هر هغه څوک حکومت کولاى سي چي ملا، پير او قومي مشر ته خپل خپل ځايونه او خپله ونډه ورکړي ځکه هغه پوهىدى چي د دې هيواد اولس يا پر مذهب راټوليږي يا قوم او يا هم پر طريقت باندي نو هغه وو چي هغه خپل سيسټم پر څلور عمده برخو وېشلى وو امامت، روحانيت، قوميت او حکومت مګر کله چي د هغه جوړ سوى سيسټم د سردار محمد داود خان له خوا ړنګ سو نو د قوميت ، امامت او روحانيت خبره له منځه ولاړه او سيسټم يوازي او يوازي پر حکومت تمام سو څو په ډېر لنډ وخت کي د افغانستان حساس او سنتي خلګ چي د خپلو سنتي خبرو د تر لاسه کولو لپاره هر ډول قربانۍ ته تيار وه د هغه په مقابل کي په مستقيم او غير مستقيمه توګه را پورته سول او هغه يې را و پرځوى .

له هغه وروسته کسانو د خپل سيسټم اساس پر دوو اساساتو جوړ کړ قوميت او حکومت او امامت او روحانيت يې يوازي دا نه چي نفي او د سياست له ډګر ويستى بلکي د روحانيت او امامت د له منځه وړلو پسي راووتل څو په پايله کي په ميلنونو انسانان مړه يتيمان ،معيوب او له هيواده مهاجر سول او لا تر اوسه پوري يې اور بل دى.

دا چي لا تر اوسه پوري دا ستونځه او د ستونځي د حل لاره پيدا سوې نه ده نو د اوسنۍ زمانې په پام کي نيولو سره موږ کولاى سو چي د دغي وراني سوي خبري د راجوړولو لپاره پر يوه داسي سيسټم کار وکړو چي يو ځل بيا دغه تيت او پاشل سوي خلګ په راټول کړل سي او يو ښکاره ټولنيز بدلون ته لاره هواره سي.

موږ په مخکنيو خبرو کي وويل چي په مخکنيو دورو کي امامت،روحانيت او قوميت دونه حاکم چي پر حکومت يې خپل سيورى غوړولي مثلاً د کلي ملا چي به څه وويل هغه نو بيا د کاڼي کرښه وه چا څه نه سواى پکښي ويلاى او که به پير صاحب يا حضرت صاب څه وويل نو بيا د هغه مريدانو يا هغو کسانو چي د حضرت او يا هم پير تر تاثير به لاندي وه د هغه تر خبره خپل سر جاراوه او که به کوم قومي مشر کومه خبره کول نو بيا به په ټول قوم کي کوم د نر زوى نه پيد ا کېدى چي د هغه خبره ماته کړي.

مګر په اوس زمانه کي د خبري شا او مخ بدل سوي دي په هيواد کي تيري سوي او رواني غميزي د امامت او روحانيت رنګ دونه ورپيکه کړى چي اصلاً د چا ور پام هم نه دى امامت به لا تر يوه ځايه پوري څه نا څه ژوندى وي خو حضراتانو او پيرانو داسي کار خراب کړى چي اصلاً يې څوک په خوله پياز هم نه سپينوي نو دلته خبره پاته سوه و حکومت او قوميت ته.

پخوا به قوميت،امامت او روحانيت حکومت د يوې وسيلې په توګه کارواه مګر دا چي د نړۍ د قانون سره سم هره پديده خپل ځاى نورو نو و پديدو ته پرېږدي نو له دغه اصل سره روحانيت او امامت خپل اساسي رول و حکومت او قوميت ته پرې ايښى دى نو دلته چي خبره مي نوره نه وي پېچلې راځم اساسي خبري ته چي اوس موږ ته د يوه نوي سيسټم د منځ ته راوړلو لپاره په کار ده چي دا وېش داسي وکړو چي په سر کي يې حکومت ورپسې قوميت او بيا قانونيت سره يو ځاى کړو دلته يوه خبره يا نکته چي حساسيتونه را پاڅوي هغه د قوميت خبره ده مګر دا چي اوس افغاني ټولنه له پخوانيو خرافاتو څخه وتلي ده نو موږ کولاى سو چي د قوميت پر ځاى د ملت کلمه او پديده عامه کړو او يو نوى سيسټم د حکومت ،ملت او قانونيت پر بنسټونو باندي را ايجاد کړو پاته سو روحانيت او امامت به د اوس لپاره د دغو نورو درو يادوسو پديدو لپاره د ملاتړو او مرسته کوونکو په توګه و کارو .