کور / تازه خبرونه / په کندهارکي یوی چاودني شپږوماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

په کندهارکي یوی چاودني شپږوماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

دکندهارولات څخه رارسیدلې خبروایې ،چي پرون دمحلي وخت دیوی بجي څخه وروسته دکندهارولایت دمیانشین ولسوالي دزنتوج په سیمه کي يوې چاودني څلورماشومان ووژل او دوه نور یی ټپیان کړیدي.
ځایې چارواکو دغه پیښه ټائیدکړي اووایې چي ژوبل سوی ماشومان روغتون ته لیږدل شویدي اوروغتیایې حالت یې دډاډ وړ دی .ددي پیښې پړه تر اوسه پوري هیڅ کومي وسله والې ډلي په غاړه نه ده اخيسته، خو په غالب ګمان دغسي پیښي يواځې دوسله والوطالبانولخوا ه سرته رسیږي.
بل لوري دافغانستان جمهوررېیس حامدکرزی دغه پیښه په کلکه غندلي ده اوهغه یې یو ِغیر انساني عمل ګڼلي دی.